中国国际广播电台
(( جيا يې چين )) د کوريايی قوم له لرغونی موسيقی ألو
څخه شميرل کيږی او د چين د
شمال ختيځ د جه لين ولايت د
يان بيان د کوريايی قوم په
لويه خودمختاره ولسوالی کی
زيات استعماليږی . ددی موسيقی
ألی بهرنی شکل د چين د هان
قوم د جنګ نومی لرغونی موسيقی
ألی سره ډير مشابهت لری .
په تاريخی کتابونو کی داسی
ليکل شوی چه تقريبأ د ٥٠٠ کالو
دمخه په لرغونی زمانه کی د
کوريا يعنی د (( جيا يې ))
ملک پاچا د جنګ نومی
موسيقی ألی په تقليد سره يو
ډول نوی تاريزه اله جوړه
کړه او ورته د کوريايانو
لخوا ((جيا يې چين )) ويل
کيده .
تر ننه پوری (( جيا يې چين ))
يو زر پنځه سوه کلن تاريخ لری
. په لرغونی زمانه کی (( جيا
يی چين )) د يو تمام لرګی
پر اساس جوړ شو او وروستی
برخه يی د پسه د ښکر په
شان وه . له دی امله چه
لاندنی تخته يی نه درلوده ،
نو اواز يی ضعيف او ساده
ښکاريده .د څو پيړيو د
خپريدو او اصلاح نه وروسته د
کوريايی قوم خلکو د نورو
قومونود موسيقی د همدغو الو د
غوره والی د زده کولو پر اساس
بالاخره هغه نوی اله رامنځ
ته کړه چه څرګند قومی
خصوصيتونه او ښه کيفيت لری
.
د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو
نه وروسته د نوموړی الی په
جوړونه کی نوی اصلاحات رامنځ
ته شول . د موسيقی د الاتو
جوړونکو د مسلسلو هلوځلو نه
وروسته په وار سره اتلس
او يوويشت تارلرونکی الی هم
جوړی کړی دی . په تيره بيا
د ٢١ تار لرونکی جيا يی چين
په وسيله ډير خواږه او په
زړه پوری موزيک غږولی شی
.
د نوموړی موسيقی الی په وسيله
غږول شوی موزيک ډير ښکلی او
خوندور دی او د هغی په واسطه
نه يوازی د خلکو د خوښۍ ،
کرکی ، خواشينی او غم په
شمول بيلا بيل احساسات ،
بلکی د برم نه ډکه او عظيمه
منظره هم څرګنديدای شی . پخوا
د جيا يی چين په نامه د
موسيقی الی غږونکی اکثرأ
نارينه وو ، په دی څنګ کی
چه دغه ډول اله د موسيقی په
ساحه کی د کوريايی قوم په
ډيرو مهمو قومی الو کی شامل
شوی ، ښځينه غږونکی يی
ورځ په ورځ زياتيږی .
(( جيايې چين )) د سولو او
غبرګ اهنګ لپاره استعماليږی
، خو په عمده توګه د ملی
موزيک د ارکسترا په ډله ايز
موزيک کی تری استفاده کيږی
او سندری د (( جيايی چين ))
د الود غږولو په بدرګه ډيری
خوږی او په زړه پوری ښکاری
.
اوس به د جيا يې چين په
وسيله غږوله شوی يوه په زړه
پوری نغمه واورئ .
|