هو بس
中国国际广播电台

      

(( هوبس  )) يوه  ډوله  لرغونی تاريزه أله  ده   او  مغوليان  ورسره  ډيره مينه  لری  . د(( هوبس ))  معنی  (( چين  )) ( د موسيقی الاتو  عمومی  نوم  )  دی  .  د ميلاد  د مخه د لومړنی  پيړۍ  په  لومړنيو کلونو  کی   د هغو  ملی اقليتونو خلکو  چه  دچين  په  شمال کی يی ژوند  کاوه ،  د لرغونی جنګ   په  شمول د هغو لرغونو موسيقی ألو پر اساس  چه  د هان قوم  د  خلکو په  منځ  کی زياتی  استعماليدلی  ، د  موسيقی نوموړی نوی اله  جوړه  کړی وه  .

د هوبس  عنعنوی  شکل  د يوی  کاچوغی  په څير ؤ   او  د  وجود  اوږدوالی يی ٩٠  سانتی متره  دي  .  د (( چين  ))  سر  يی   کږليچ دی او  د غږ د تقويه کولو ددايروی  وسيلی  پر مخ  د غټ  مار  پوستکی  وپوښل شو او دری  يا څلور تارونه  لری  .     

 د هوبس  په نامه  د موسيقی الی   نوم  لومړی  د ميلاد  د ١٣ نه  نيولی تر ١٤ پيړۍ  پوری  د چين  په  تاريخی  کتابونو کی   لوستلی  شو   او په هغه وخت کی  هوبس  د دولت  په  درجه  د موسيقی الو  په  ډله کی  شامل  وه او په  سترو ميلمستياؤ کی د  هغی  په  وسيله  موزيک غږول کيده  .  وروسته  د مختلفو علتونو له امله  نوموړی لرغونی موسيقی اله  له منځه  لاړه  .

 د چين  د ولسی جمهوريت  د جوړيدو  نه  وروسته    هنرمندانو د  خپلو  زيارونو  له  لاری   د تاريخی  اثارو  سره  سم  د هوبس  نوی موسيقی اله  جوړه  کړه  او  په  دی  توګه  دغه  ډول  لرغونی  موسيقی اله  بيا  تر استفادی  لاندی  راغلی  ده  .

 اوس  به   د هوبس  په  وسيله   غږوله  شوی  يوه  مغولی  نغمه  واورئ  .