ټانپوره
中国国际广播电台

      

 ټانپوره  يوه  ډوله  لرغونی تاريزه اله  ده  چه  د  قزاقی قوم  خلک  ورسره مينه لری او هغه زيات  استعمالوی  .  په  قزاقی  ژبه  کی ټانپوره ځانګړی  معنی لری چه  په  دی جمله کی   (( ټان  )) د موسيقی الی  غږ  دی  او (( پوره ))  د نوموړی  الی لپاره  د معياری  غږ  د ټاکلو  معنی  لری  .  

       د  ميلاد دمخه  په  دريمه  پيړۍ  کی  ټانپوره   د چين  د  شينجيانګ  په  سيمه کی   خپره شوه  . 

 د  ټانپوره  وجود  له  لرګی څخه جوړشوی   او  شکل  يی  د  ډيری  غټی  کاچوغی  په  شان  دی  .  د قزاقی  قوم   د فولکلوری  سندرغاړو  لپاره  ټانپوره  دموسيقی ضروری  اله ده  او   هره شيبه يی له ځانه سره  ګرځوی . د ورځی لخوا دوی هغه د شپون توب  په  وخت کی په  لاس  کی  نيسی  او  هر ماښام چه  لمر پری وځی او  دشپی  توره پرده  په کلی  راغوړيږی ،  له  خپلو کورنيو غړو سره  يو ځای  د  ټانپوری  په  وسيله  د  خوږو  نغمو  په غږولو سره  سندری  وايی  او نڅا کوی  او دأرامی او نيکمرغۍ  نه  په  ډک  چاپيريال کی  په خوشحالۍ  سره  ژوند تيروی  .

د ټانپوره  په  وسيله  بيلا بيل  موزيک  غږول کيدای  شی  .  د  استعمال  طريقه  يی د موسيقی  د نورو زياتو  تاريز لرونکو الاتو سره   توپير نه  لری  .  د دغه ډول  الی   په وسيله   د  روانو اوبو ،  د مرغانو ،  پسو ، أسونو  او داسی نورو  حيواناتو   اوازونه   په  ژوندی  توګه  غږول کيدای  شی  .       

 اوس  به  د ټانپوری  په وسيله  غږوله  شوی  يوه  سندره  واورئ چه  نوم  يی دی  _ له  اصلی  ټاټوبی  سره  زما  مينه  .