ژوان د چين د موسيقی له
تاريزو الو څخه يوه ده
او په لرغونی زمانه کی
ورته د (( چين پيپا )) چه
يو ډول چهارتار دی ، ويل
کيده .
تقريبأ د ميلاد د مخه په دوهمه او دريمه پيړۍ کی
يعنی د چين دامپراطوری سلسلی
په دوره کی خلکو د کوچنی لاسی
دوم پر اساس د تارونو د
زياتولو له لاری د چينپيپا په
نامه تاريزه اله جوړه کړه او
وروسته (( ژوان )) د نوموړی
الی پر اساس جوړ شوی دی .
تقريبأ په دريمه عيسوی پيړۍ
کی د ژوان سيان په نوم
يوه موسيقی پوه د (( چين ))
چهارتار د غږولو په برخه کی
لوی لاس درلود او د وګړو
لخوا يی تود هرکلی وشو . نو په
دی وجه خلکو پر نوموړی موسيقی
الې باندی دهغه نوم کيښود .
د وروستيو کلونو راهيسی چين د
ملی موسيقی الاتو ساتنی او
انکشاف ته لا زيات پام
اړولی دی او په دی بهير کی
موسيقی پوهانو نوموړی تاريزه
الی اصلاحی کړی او د لوړ ،
منځنی ، ټيټ اوازلرونکی نوی
(( ژوان )) يی ډيزان او جوړ
کړی دی .
اوس به د ژوان په وسيله
غږوله شوی يوه په زړه پوری
نغمه واورئ چه نوم يی دی
_ د وين نان په باره کی
خاطرات .
|