کونګ خاو
中国国际广播电台

      

کونګ  خاو  د چين  له  لرغونی  تاريزه الو  څخه  شميرل  کيږی  او  د تاريخی کتاب  له مخی  تر ننه پوری  څه د پاسه  دوه  زره  کلن  تاريخ   لری  . په هماغه  وخت کی  به نه يوازی  د شاهی دربار د موسيقی  ارکسترا  نوموړی  تاريزه اله  استعمالوله  ، بلکی  د وګړو په منځ کی  به  هم زياته استعماليدله  .   د چين  د تانګ  د سلسلی  په  دوره کی   يعنی   له  ٦١٨ نه  نيولی  تر  ٩٠٧ عيسوی کاله  پوری  د اقتصاد او فرهنګ  د چټک  انکشاف   په  څنګ کی  د کونګ  خاو  د غږولو  مهارت  او هنر هم  ډيری لوړی  سويی ته  ورسيد او  په  هماغه  دوره  کی  د چين  د لرغونی  زمانی د ((کونګ خاو ))   تاريزه  الی  په وار سره  جاپان  ،  کوريا  او داسی نورو ګاونديو هيوادونو ته  خپری شو ی  وی  . نن  ورځ  د  جاپان  په  يوه  لوی  معبد کی   د چين د  تانګ د  سلسلی  د دوو  نوموړو  تاريزه الو  پاتی  شوی  برخې هم  ساتل  کيږی .

 امأ   د ١٤ می  پيړۍ   د  وروستيو  کلونو نه  وروسته  نوموړی  لرغونی  موسيقه اله  ورو ورو  له منځه  لاړه   او   يوازی  په  پخوانيو تصويرونو  او مجسمو  کی  ليدله  کيږی  .  

د تيری  پيړۍ په ٥مه لسيزه کی    د چين د موسيقی  کارکوونکو  او د موسيقی الاتو  جوړونکو  د نوموړی  لرغونی  تاريزه  الی  د بيا  استعمال  په  څيړلو پيل وکړ  ، د تيری  پيړۍ  د  اتمی لسيزی  تر لومړنيو کلونو پوری يی بالاخره   يو ډول نوی  کونګ خاو  په بريالی ډول  جوړ کړ  . که څه هم  بهرنی  شکل  يی  د  لويديځو هيوادونو د هاپ  سره  مشابه دی  ، خو  توپير  يی دا  دی  چه   نوی ((کونګ  خاو))  دوه  قطاره  تارونه  لری   او هر قطار  شپږ ديرش  تارونه  لری  .

  د بهرنی  شکل  له  نظره ، د  تارونو  ستنو  صورت  په  أسمان کی  د  وحشی  بطی  (  باز )  په  شان  دی  ،  نو   دغه  ډول  نوی کونګ  خاو ته   د  وحشی  بطی   کونګ  خاو   ويل کيږی  .

اوس  به  د  کونګ  خاو  په وسيله  غږوله   شوی  يوه    خوږه  چينی  نغمه  واورئ  .