中国国际广播电台
(( بان هو)) يو ډول دوتار
دی او خلک ور ته (( بانګ هو
)) او (( چين هوا )) هم
وايی . د چين له نورو
همدغو موسيقی الاتو په
مقايسه د غږ او أواز
ډيروالی ، د غږ کيفيت يی
ښکليتوب او صافوالی د بان
هو يو څرګند خصوصيت ګڼل
کيږی .
تقريبأ دری سوه کاله
دمخه چينايانو د بان هو په
وسيله د موزيک په غږولو پيل
وکړ . په پيل کی د چين په
شمال کی د خه بۍ ، خه نان
او شيان سی په ولايتونو کی
په محلی اوپراګانو کی
استعماليدل .
په پيل کی (( بان هو ))
په عمده تو ګه د چين په
شمالی سيمه کی د خه بی ، خه
نان ، شيان سی او داسی نورو
سيمو د زياتو محلی اوپراګانو
کی استعماليدل . له دی امله
چه د موسيقی نوموړی اله د چين
له بيلا بيلو اوپراګانو او
د(( چو يی )) په نامه نورو
هنری پروګرامونو سره ژوری او
نژدی اړيکی لری ، نو په
نوموړی ساحه کی خپل
ځانګړيتوب او غوره والی ښه
څرګندولی شی .
د نوی چين د جوړيدو نه
راوروسته د موسيقی د کارکوونکو
د کوښښونو له لاری د بان هو د
جوړولو تخنيک لوی انکشاف
موندلی او زيات نوی ډولونه
د بان هو د موسيقی الاتو په
ډله کی شامل شوی دی . اوس
بان هو د چين د ملی موسيقی
په ارکستراګانو کی د ضروری
ځانګړی موسيقی الی په توګه
استعماليږی .
اوس به د بان هو په
وسيله غږوله شوی ښکلی نغمه
واورئ .
|