د (( ماتو  چين )) په نامه   موسيقی أله
中国国际广播电台

 د (( ماتاوچين )) په نامه   موسيقی أله د چين  د ملی اقليتونو په   اړه  د مغولی قوم  يوه ډول ځانګړی  تاريزه أله  ده . له دی امله  چه  د نوموړی  تاريزی الی د پاسنی برخی شکل  د أس  د  سر  په  شان  دی  ، نو خلک  ور ته  د ((ما تاو  چين ))  وايی . ((  ماتاو )) په  پښتو ژبه  د أس  سر په  معنی راځی .  دغه  ډول  موسيقی اله  هان  د ١٣  پيړۍ  په  لومړنيو کلونو کی  د مغولی قوم د خلکو  په منځ  کی خپره شوه  او يوازی  په  بيلا بيلو  سيمو کی  د هغی نومونه ، شکلونه ،  او د غږولو طريقی  هم  بيلی  بيلی  دی    . مثلأ   د داخلی  مغولستان  په  لويديځ کی  ورته   ((مولينهور)) او په  ختيځه  سيمه کی  (( چار))   ويل  کيږی  .

د (( ماتاو چين  ))  د غږ د تقويه کولود  وسيلی  شکل  اندرپايه  زينه  ده  او  تارونه  يی  خپل  ځانګړيتوب  لری  چه د أس د لکۍ  د شل ګونو اوږدو ويښتانوڅخه  جوړ شوی دی .

  په  پيل  کی  د ماتاو چين  په   نامه  د موسيقی اله  د غږونکو  لخوا  پخپله  جوړيدله او  د اواز  د ضعيفوالی  له امله  يوازی  او يوازی  په  کوټه کی  استعماليدله  . د عصر  د  ترقۍ  په څنګ  کی  د چين  د موسيقی د الاتو  د جوړونکو  د  اصلاح  نه  وروسته د نوموړی  الی د  غږ  ساحه   پراخه او پياوړه  شوی   او  تارونه يی  د أس  د لکۍ  پر  ويښتانو  پر ځای  له  نايلون  څخه  جوړشوی  دی  .  په دی  توګه  په  هنری  صحنه  او  د  سالون  په  بهر کی   د نوی  الی  په  وسيله   غږول شوی  موزيک هم    ډير ښه  اغيزه  لری   او  د موسيقی   له  هغو ډيرو  مهمو الو  څخه  شميرل  کيږی په  هنری کنسرت  کی  مغوليان  د هغی  په وسيله  غږوی  .

سربيره پردی   د موسيقی الاتو جوړونکو  د خپلو  زيارونو له  لاری    منځنی  او لوی  ډوله  ماتاو چين   هم  جوړ کړی دی   او  د  دغه  دوه ډوله   الو  د غږولو  طريقه   د لويديځو هيوادونو د سپينش  او  ټيټ غږونکی  تاريزی الی  سره   مشابه  لری  .       

 اوس  به   د نوموړی  موسيقې الی  په وسيله  غږول شوی   يوه  ښکلی  نغمه  واورئ  .