د نيو تۍ  چين  په نامه  تاريزه اله
中国国际广播电台

       

(( د نيو تۍ  چين  ))  د چين  يوه ډول  لرغونی  ولسی تاريزه اله ده  او  د چين   په  جنوب  کی د ګوای جو  په ولايت ، د  ګوانګ  سی  د ځوانګ قوم  په خودمختاره سيمه کی  او د هو نان  ولايت  د  دونګ قوم د اوسيدونکوپه سيمه کی  زيات  استعماليږی  . ددی تاريزه الی  وجود  نری او اوږد  ښکاری  او شکل  يی  د غوا  د ورون   په  شان دی ، نو په دی وجه  خلکو د نيوتۍ  چين  نوم ورکړی دی  چه (( نيو )) په  پښتو  ژبه  د غوا  په ورون   معنی  راځی  .

د خلکو په منځ کی د  نيوتۍ  چين  په نامه  د موسيقی اله  اکثرأ پخپله  جوړه   او استعماليږی  ، نو په دی وجه  د دی  الې  د  جوړيدو  مواد  او کچې  هم  بيلا بيلی  دی  . د اوږدی مودی  راهيسی  د  دونګ  قوم  خلکو د  نوموړی  موسيقی الی  د  غږونو  د   غنی کولو لپاره  په  پر له  پسی  ډول  هغه  تر اصلاح او نوی والی  لاندی  راوستلی  دی  . د اصلاح  شوی  (( نيوتۍ  چين  ))  د غږ د تقويت  وسيله  پراخه  شوی   او نوری زياتی  برخی  يی  هم  نوی  شوی دی  . 

دهونان ولايت   د  دونګ  قوم  د خلکو  په   کلتوری  ژوندانه کی نوموړی  تاريزه اله مهم  رول  لوبوی   اوغالبأ   هر زلمی  دغسی  موسيقی اله  لری  .  او  د  اخترونو  په  ورځو  يا  د زراعتی فعاليتونو د پای ته  رسيدو  په وخت کی   دوی  د نيو تۍ  چين  په  وسيله  موزيک  غږوی   او   سندری  وايی   .  

        اوس  به   د  سپوږمی  د  وړانګو په  نامه د نيوتۍ  چين  په  وسيله  غړوله  شوی   ښکلی  نغمه  واورئ   .