中国国际广播电台
د (( ار هو)) په نامه موسيقی
اله په چين کی يو ډير نامتو
تاريزه اله ده او دميلاد له
اوومی پيړۍ نه نيولی تر لسمی
پيړۍ پوری د چين د تانګ د
سلسلی په دوره کی موجوده وه
. په هغه وخت کی د چين د
شمال لويديځ د ملی اقليتونو د
خلکو په منځ کی زياته
استعماليده او د څه د پاسه
يو زر کالو په انکشافی بهير کی
نوموړی موسيقی الی تل د ډرامو
او اوپراګانو په موزيک کی رول
لوبولی او لوبوی يی .
له دی امله چه د ار هو په
نامه دغه ډول دوتار په
أسانه توګه جوړيږی او زده کيږی
، دغه راز غږ يی هم ښکلی دی
او د انسان له اواز او غږ
سره مشابه لری ، نو چينايان
ورسره ډيره مينه لری او د
چينی وايلين شهرت يی ترلاسه
کړی دی . د انسان د
احساساتو د څرګندولو په ترڅ
کی ورڅخه زياته استفاده کيږی
.
په ١٩٤٩ کال کی د چين د
ولسی جمهوريت دجوړيدو نه
وروسته د ار هو په نامه د
موسيقی الی جوړونی ، اصلاح
او غږونی انکشاف موندلی او
د موسيقی له نورو الو سره د
همکاری نه پرته ، نوموړی
اله پخپله سولو هم ترسره
کولای شی او د سندرو او نڅاؤ
او اوپراګانو په شمول زياتو
هنری ساحو کی هم استعماليدای
شی ، په تيره بيا د چين په
ملی ارکسترايی موزيک کی د
لويديځو هيوادونو د وايلن په
شان (( ار هو )) د اصلی
الی په توګه رول لوبوی .
اوس به د ارهو په
نامه د موسيقی الی په وسيله
غږوله شوی يوه خوږه نغمه
واورئ چه نوم يی دی _ په
غرونو کی مرغان .
|