中国国际广播电台
(( سی بی لی )) د کوريايی قوم د
خلکو په منځ کی زيات استعمال
شوی فولکلوری موسيقی اله ده .
دغه ډول موسيقی اله په عمده
توګه د چين د شمال ختيځ د جه
لين ولايت د يان بيان د
کوريايی قوم په لوی
خودمختاری ولسوالی او د
کوريايانو د اوسيدو په نورو
سيمو کی استعماليږی . ددغه
ډول موسيقی الی غږ دکوريايی قوم
څرګند ځانګړيتوب لری .
د ډيرو کلونو کلونو نه مخکی
نوموړی موسيقی اله موجوده وه
او د بېت له سوت او بانسی
تولکی څخه جوړه شوی چه د
سوت اوږدوالی څلور سانتی
متره او د بانسی تولکی
اوږدوالی له شلو نه تر پنځه
ويشتو سانتی مترو پوری دی ،
د بانسی تولکی قطر يی تقريبأ
يو سانتی متر دی . د لولې په
يوه مخ اووه سوری او په
بل مخ يی يو سوری هم شته
.
.
دموسيقی د نوموړی الی په
وسيله د موزيک د غږولو طريقه
د اکثرو بادی الو سره توپير نه
لری .
اوس به د دی لرغونی
موسيقی الی په وسيله غږوله
شوی يوه خوږه نغمه واورئ چه
نوم يی دی _ په پټی کی .
|