中国国际广播电台
د (( هاو)) تولکی په نامه د
موسيقی الی بل نوم يی بانسی
تولکه ده او د چين د کليوالی
موسيقی د الی - تولکی پر اساس
جوړه شوی ده . په پيل کی د
چين په جنوب کی د ګوانګ دونګ
ولايت د پرچون پلورونکو د
مشتريانو د راجلبولو لپاره
استعمال شوی يوه ډوله وسيله
وه او د شلمی پيړۍ د دوهمی
لسيزې تر وروستيو کلونو پوری د
ګوانګ دونګ په موسيقی او محلی
اوپراګانو کی په استعماليدو
پيل وشو ، وروسته پرته د
ګوانګ دونګ له سيمی نه ، د
ګوانګ سی په سيمه کی هم خپره
شوه .
د ((هاو )) تولکی جوړونه ډيره
ساده ده او د بېت د سوت ، د
بانسی او لرګين يا پلاستيکی
يا ميسی طرم او د سورنی د
خولی په ګډون له درو برخو څخه
جوړيږی .
د (( هاو )) تولکې غږ له
تولکې سره مشابه لری او
د ملی موزيک په ارکسترا کی
د منځنی او ټيټ هو په نامه
د موسيقی له الو سره د
همکاری له لاری د ارکسترا
منځنی او ټيټ غږونکی برخه
تقويه کوی .
د چين د ملی موزيک په
ارکسترا کی د
G
اهنګ د منځنی غږ او د
D
اهنګ د ټيټ غږ په شمول دوه
ډوله نوموړی الی زيات
استعمال کيږی . د
G
اهنګ د منځنی غږ په اړه
تولکه ٥٣ سانتی متره اوږدوالی
لری او داخلی قطر يی له يو
نه تر يو اعشاريه ٣ سانتی
مترو پوری دی او اته بيلا
بيل غږونه کيږی . د هغه په
پرتله د
D
اهنګ د ټيټ غږ په اړه د
تولکی اوږدوالی تقريبأ ٨٥
سانتی متره دی او داخلی قطر
يی له يو اعشاريه ٤ نه تر
يو اعشاريه ٧ سانتی مترو پوری
دی . د شلمی پيړۍ په شپږمه
لسيزه کی د نوموړی الی د
اصلاح پر اساس د هاو په نامه
نوی تولکه جوړه شوی او په
دی ډول د موسيقی له نورو الو
سره د همکاری نه پرته ،
هم يوازی په خپله د سولو
لپاره غږول کيږی
اوس
به
د هاو ګوان
په وسيله
غږوله
شوی
يوه
نغمه
واورئ
|