中国国际广播电台
(( شيايو )) د چين يوه
ډول لرغونی بادی سازی اله
ده او بل نوم يی ((
دونګ شيايو )) دی او د چين
د لرغونی موسيقی له الو
څخه هم شميرل کيږی . هان
د څو زرو کالو دمخه
نوموړی اله د چين په
کليوالی موزيک کی خپره
شوی وه .
د (( شيايو )) په نامه د موسيقی
اله چه اوس استعماليږی ، د
چين د ((خان )) امپراطوری په
سلسله کی موجوده وه او په
هغه وخت کی ور ته د (( چيانګ
)) شپيلی ويل کيده چه د چين
په جنوب لويديځ کی د سی
څوان او ګان سو په سيمو کی د
(( چيانګ قوم د خلکو لخوا
استعمال شوی اله ده . د
ميلاد د مخه په لومړی پيړۍ
کی د ژيړ سيند ناوې ته خپره
شوه ده .
د شيايو جوړښت يی ډير
ساده دی چه د بانس څخه جوړيږی
، او شکل يی له شپيلی سره
مشابهت لری او يوازی له
شپيلی څخه لږ څه اوږد دی .
د (( شيايو په نامه د
موسيقی الی زياته ډوله لری
.
د شيايو په وسيله غږول
شوی أواز او غږ نری او ښکلی
ښکاری او د ښايسته طبيعی
منظری د ترسيمولو او د انسان
د احساساتو د څرګندولو په
موسيقی کی تری زياته استفاده
کيږی .
اوس
به
د شيايو
په وسيله
غږوله
شوی
يوه
نغمه
واورئ
|