中国国际广播电台
(( شيون )) د چين د موسيقی
له لرغونو بادی الاتو څخه
شميرل کيږی او تر اوسه پوری
تقريبأ اووه زره کلن تاريخ
لری .
د روايت له مخی دغه ډول
موسيقی اله د(( ډبرين شهاب ))
په نامه د ښکار کولو اله وه
. په لرغونی زمان کی خلکو به
د ښکار کولو په وخت کی د هغی
دايروی ډبری په غورځولوسره
چه په يوې رسۍ تړل کيدله
، مرغان او نور وحشی حيوانات
ترلاسه کول .له دی امله چه د
نوموړی ډبرې په منځ کی خالی و
، نو د هغې د غورځولو په ترڅ
کی اواز کيدل . وروسته د
خلکو لخوا د موسيقی د الی په
توګه استعمال شوی ده چه
نوم يی (( شيون )) دی .
په پيل کی نوموړی موسيقی
اله له ډبرو او هډکو
څخه جوړيدله او وروسته
د ډبری او هډوکی پر ځای
په کلالی جوړشوی ((
شيون )) استعماليږی .
دغه ډول موسيقی اله څو شکلونه
لری چه په دی جمله کی د انار
په څير شيون زيات ليدل کيږی
. پخوانی (( شيون )) يوازی
يوه سوری درلوده او وروسته
څو سوری لرونکی اله جوړه
شوه او د ميلاد دمخه د
دريمی پيړۍ تر وروستيو کلونو
پوری شپږ سوری لرونکی ((
شيون )) جوړ شوی دی .
د چين د موسيقی په تاريخ کی
(( شيون )) په عمده توګه په
درباری موزبک کی غږول کيده .
اوس به د نوموړی موسيقی
الی په وسيله غړول شوی يوه
په زړه پوری لرغونی نغمه
تاسو ته وړاندی کيږی .
|