中国国际广播电台
د دبې ((شيايو)) د چين د
ملی اقليتونو بادی موسيقی
اله ده او د هغو موسيقی
الاتو په ډله کی شامله ده
چه د چين په جنوب لويديځی
سيمه کی د دای ، اڅانګ
او عوا په شمول دملی
اقليتونو خلک ورسره ډيره
مينه لری او زيات يی
استعمالوی .
د دبی شيايو د ميلاد د
مخه په ٢٢١ کال کی پيدا
شوی او نن ورځ که څه هم د
هغی په جوړونه کی نوی والی
رامنځ ته شوی ، خو په جوړښت
کی يی لا هم د لرغونی زمانی د
همدغسی موسيقی الی خصوصيات
ساتل شوی دی .
د دبی شيايو په نامه د
موسيقی الی شکل او جوړښت خپل
ځانګړيتوب لری او د يوی دبی ،
درو بانسی تولکو او درو فلزی
ورقو څخه جوړيږی چه په منځ
کی اصلی بانسی تولکه غټه او
اوږده ده او ورباندی اووه
سوری ليدل کيږی ، د اصلی
تولکی تر څنګ نورې دوې تولکې
لنډی دي .
د قومونو او سيمو د توپير
له امله د چين په جنوب
لويديځ کی د وين نان په
ولايت کی د نورو ملی
اقليتونو لخوا استعمال
شوی نوموړی موسيقی الی د
شکلونو ، جوړونو او غږونو
په برخو کی هم بيلا بيلی
دی . مګر يو ګډ خصوصيت
دا دی چه ټول د هغی په
وسيله غرنی سندری او
ترانی غږوی .
نن ورځ نه يوازی د
چين په هنری صحنه کی د
اصلاح شوی الی په وسيله
غږول شوی موزيک اوريدل کيږی
، بلکی د نړی بيلابيلو سيمو
ته د چينی هنر مندانو د سفرونو
په ترڅ کی د هغی په وسيله
غږول شوی چينی موزيک بهرنيو
اوريدونکو ته هم وړاندی کيږی .
اوس به د دبی شيايو
په وسيله غږوله شوی خوږه
نغمه واورئ چه نوم يی
دی _ د سپوږمی په وړانګو
کی بانسونه .
|