شپيلۍ
中国国际广播电台

      

شپيلۍ   د چين   يوه  ډوله  بادی  موسيقی اله  ده چه  له  بانس  څخه چوړيږی  ،  او  د چين  په  هر ګوټ کی    استعماليږی  او په فولکلوری  ډرامو  او د ملی اقليتونو په  محلی  اوپراګانو کی  د موسيقی  يوه لازمه  اله  ګڼله کيږی .

           د  شپيلۍ وزن  ډير سپک او بيه  يی هم   ارزانه ده . نو په دی وجه د موسيقی دغه ډول اله  د زياتو موسيقی مينه والو او علاقه مندانو د خوښی وړ ګرځيدلی ده . 

          د شپيلۍ  جوړونه  ډيره  ساده  او يوازی  يوه  باڼسی  تولکه  ده او   ورباندی    ټول ١١ سوری  شته  . نن ورځ  د جنوبی چين د جه جيانګ ولايت  په موزيم کی يو شمير  هغې شپيلی  ښی  ساتل شوی دي  چه  د اوو زرو کالو نه مخکی د مرغانو  له هډوکو څخه  جوړی  شوی  وی  . د مربوطو پوهانو  په نظر  دا  په  چين کی  ډيری لرغونی  شپيلی ګڼلی کيږی  .  تقريبأ  د څلورو زرو   پنځه سوو کالو په وړاندی دهډوکو  د شپيلۍ  پر ځای  باڼسی  شپيلی کارول شوی دی .

 د شپيلۍ په وسيله نه يوازی  هسک او اوږد اهنګونه  ، بلکه   پراخ  او پلن اهنګونه هم غږول کيږی  .  دغه راز  د نڅاؤ هغه  ساز    چه  له  تند او خوښ سور  نه  ډک دی ،  او  ښکلی  کليوالی نغمې هم  غږول  کيږی   .  د شپيلۍ په وسيله  د ښکلو  اهنګونو  او سازونو د  غږول کيدو نه پرته ، د مرغانو د غږونو په شمول  د لوي  طبيعت  راز راز  اوازونه  هم  غږول کيږی  .

      

د شپيليو ډولونه  ډير دی  .  اوس  د موسيقی په  اړه  د چين  په پوهنځيو  او ځانګړو  ښوونځيو کی  د شپيليو په  اړوند اختصاصی  مضامين لوستل کيږی  .

د شپيليو په وسيله  د نغمو په غږولو کی د مهارتونو  په   لوړتيا سره  زمونږ د هيواد  په  جنوب او شمال کی  هغه  دوې  هنری  ډلی  منځ ته راغلی دي  کوم چه   د غږولو سبکونه  يی ډير توپير لری  .  د چين  په  جنوبی سيمه کی  هنرمندان  له  هغی  شپيلۍ سره  مينه او علاقه  لری  چه تولکه يی نسبتأ  اوږده ده . زياتی  ښکلی   کليوالې نغمی  د نوموړو شپيليو په  وسيله  غږول  کيږی  .

          د چين  په   شمال کی هغه  شپيلی  چه تولکه  يی نسبتأ لنډه  ده ، زيات استعماليږی او د دغه ډول   شپيلۍ په وسيله  غږول شوی  نغمې او اهنګونه  ډير قوی او لوړ دی   . شپيلی په محلی   اوپراګانو کی د موسيقی  يوه لازمه  اله  ګڼله کيږی .

اوس  به  د شپيلۍ  په وسيله  غږوله  شوی  يوه  نغمه  واورئ