سنتور
中国国际广播电台

      

سنتور  په چين کی  زيات  استعماليدونکی  تاريزاله ده   او د فولکلوری  موسيقی الاتو  په   غږولو کی  مهم  رول  لوبوی .

  د تاريخی  کتاب  له مخی ، د منځنی  پيړۍ  د  مخه  د فارس  په  شمول  د منځنی ختيځ  د سيمی   په  عربی هيوادونو کی   د ساتير  په نامه  تاريز اله  زياته استعماليدله .  د ميلاد  له  ١٣٦٨ نه   نيولی  تر ١٦٤٤ کاله  پوری   د چين  د مينګ  د سلسلی  په  دوره کی  د چين او  لويديځی  اسيا او  ختيځی  اسيا  ترمنځ  د  مخ  په  زياتيدونکی  دوستانه  تګ راتګ  په  څنګ کی  نوموړی  تاريزاله  له  فارس  څخه   له سمندری  لاری  چين ته  خپره  شوه   ،  په  پيل  کی  يوازی   د  چين  د جنوبی  برخی  د  ګوانګ  دونګ په  سيمه  ، وروسته   په تدريجی توګه    د چين  په  هره  سيمه کی  استعماله  شوی ده  . 

 

د چين  د فولکلوری   هنرمندانو د اصلاح  نه وروسته  د  ساتيری  په  اساس  د چين  ملی  موسيقی اله  -  سنتور  جوړ شوی دی

اوس  به  د سنتور  په وسيله  غږوله  شوی  يوه  نغمه  واورئ .