ليو ون  جين  
中国国际广播电台

      

 ليو ون جين  د چين  د موسيقی  يو مشهور جوړونکی  دی او په  ١٩٦١ ميلادی  کال کی  د چين د موسيقی له  مرکزی پوهنځی څخه  فارغ  شو . هغه په وار سره  د ملی موسيقی د مرکزی  ارکسترا د اداری  رييس، د ټولو هنری  اثارو د  نظارت کولو د مشر   او دچين د اوپرا او د نڅا او تمثيل د تياتر د رييس دندی په غاړه درلودی  .اوس د چين د اوپرا او د نڅا او تمثيل د تياتر هنری لارښود هم دی     . دغه راز  د چين د موسيقی پوهانود ټولنی د شورا  غړی ، د موسيقی اثارو د  جوړونی د کميټې  مرستيال ، د چين د موسيقی اثارو د حق  د ټولنی د شورا دايمی غړی  او د چين د ملی  ارکسترايی  موسيقی  د علمی  ټولنی  مرستيال  هم  دی   .  په ٢٠٠١ کال کی د کوريا جمهوريت د مرکزی  پوهنتون  د ملی  موسيقی  د پوهنځی  د پروفيسر  په توګه ګمارل شوی دی .

 د ځوانۍ  په  وخت  کی  ليو ون جين  د چين  د موسيقی د مرکزی پوهنځی    د ممتازو شاګردانو په  ډله کی  شامل شو او اړونده جايزه  يی  ترلاسه کړه   . په نوموړی پوهنځی کی  د زده کړی په موده کی يی د خه نان ولايت د شمال  په باب   د روايت او د ژيړ سيند د(( سان من شيا)) د ناوې په  باب د ازادې فکری سلسلې  په شمول دوې  نغمی  جوړې کړې . دغه دوې  نغمی   په  جلا جلا توګه  په ١٩٩٣ او ١٩٩٩ کال کی د شلمی پيړۍ دچينايانو د موسيقی د غوره اثارو په جمله   او د نوی چين د تياتر  ، د  فلمونو  او تيلويزيونونو د غوره    هنری اثارو  په کتاب کی  شاملی  شوی دي . د ١٩٨٢کال دمی په مياشت کی ښاغلی ليوون جين د لوی ديوال  په باب  د أزادی 

 

فکری  سلسلی    په نامه   هغه نغمه  چه  د ارهو  په  وسيله چه يو ډول  دوتار دی ،  غږوله  شوی ،  د لومری ځل لپاره نندارچيانو ته  وړاندی کړه  او ملی جايزه  يی  هم  وګټله  . دڅو کلونو راهيسی  نوموړی   په زړه پوری نغمه  نه يوازی  د هانکانګ ،مکاو او تايوان  په شمول  د چين  په زياتو ولايتونو، ښارونو او سيمو کی ، بلکی  د اروپا ، امريکی او اسيا  په نورو څه  د پاسه  لسو هيوادونو کی  څو څو واره  ننداره کوونکو ته  وړاندی شوه .

د تيرو  څه دپاسه څلويښتو کالوپه اوږدو کی ښاغلی ليو ون جين  په نويو شکلونو سره  هغه زياتې  موسيقی  او ترانی  چه د ملی موسيقی الاتو په وسيله  غږول  شوی  ، بيا  يا  نوی جوړی  کړی  دی .  دغه راز يی  د نڅاؤ  ، رقصی  ډرامو ، فلمونو او تلويزيونی داستانی فلمونو لپاره  هم کمپوزونه جوړ کړی دی .

کمپوزر ليو ون جين  نه  يوازی  د ننه  په هيواد  ،بلکی د هيواد  په بهر کی هم شهرت  موندلی دی . د هانکانګ ، تايوان  او سينګاپور په اړه  د چينايی  موسيقی  ډلو څو څو ځله  د هغه  په  رهبرۍ    د هغه د  موسيقی  اثارو ځانګړی کنسرتونه  پرځای کړل  . علاوه پردی يی د جاپان او دکوريا جمهوريت  له کمپوزرانو سره يو ځای  د اسيايی موسيقی  ارکسترا هم   تاسيسه  کړی ده .

ليو ون جين د چين د کلتور د وزارت  لخوا  د وتلی اوبريالی هنرمندانو  په ډله کی  شامل  شوی او د دولتی شورا  لخوا  هغه ته افتخاری تصديق نامه ورکړه شوی ، اوس هغه  د حکومت  له فوق العاده معاش  څخه برخمن دی .

     مهربانی وکړئ چه  د لوی ديوال  په  باب  د  أزادی فکری سلسلی په نامه خوږه  نغمه  واورئ