ګاو وی جې
中国国际广播电台

      

ګاو وی جې د چين د موسيقی له  مشهورو  جوړونکو څخه  دی  او په ١٩٦٠کال کی  د چين  د جنوب لويديځ د سی څوان  د موسيقی له پوهنځی څخه فارغ  شو . هغه په وار سره  په  نوموړی  پوهنځی  او د چين د موسيقی په پوهنځی کی   د کمپوز کولو د څانګو د رييس   او  د ولسی موسيقی  د مجلی  د مديريت  د غړی  په توګه   دندی په غاړه  درلودی . اوس  هغه د چين د موسيقی د پوهنځی پروفيسر دی  ، د موسيقی د مرکزی  پوهنځی د موزيک د علم  د انستيتيوټ  لخوا استخدام  شوی  ځانګړی پروفيسر هم دی ، دغه شان د يان بيان د پوهنتون  او د امريکی د سينسينناتی                  د پوهنتون  د موسيقی د پوهنځی  د بهرنی  پروفيسر په توګه هم ګمارل  شوی  دی  . برسيره پردی  د چين د موسيقی   او  د چين د موسيقی د علم  په  نامه د دوو مجلود مديريت  د غړی  دندی هم په غاړه  لری  .

    د يوه کمپوزر په توګه  د ښاغلی ګاو وی جې د موسيقی اثار  د هيواد  په  دننه او بهر کی  نندارچيانو او اوريدونکو ته  وړاندی شوی  ،  له  چاپه  وتلی  او څو جايزی يی ګټلی دی .

د يوه استاد په توګه ګاو وی جی د موسيقی په ساحه کی   يو زيات شمير بااستعداده افراد روزلی دی  چه  په دی جمله کی د ځای شياو شونګ ، خه سيون  تيان ، جيا دا څوين ، جوشه ژوی  ، تانګ چينګ شه  او داسی نور کسانو  د موسيقی د جوړونی  ،  د موسيقی د تيوری د څيړنی  يا  د موسيقی  د تدريس  په برخو کی  تر يوی اندازی  پوری   شهرت  موندلی دی  ، دوی د هيواد په دننه او بهر کی د موسيقی د جوړولو په  سياليو کی  جايزی ګټلی  دی  .  ښاغلی ګاو وی جې د بلنو په اثر د نوی

 

زيلانډ ، د کوريا د جمهوريت ،  فرانسی ، برتانيی ،  هالينډ او مکسيکو په  شمول زياتو هيوادونو او  د تايوان او هانکانګ سيمو  ته  سفرونه وکړل  او  په نوموړو هيوادونو او سيمو کی  يی  په  اړوندو علمی غونډو او  هنری فيستوالونو کی  برخه واخيسته  ، لکچرونه يی ورکړل  او د اړوندو سياليو په انتخاباتی  کميټو کی يی  د غړی  په توګه کار وکړ  . ښاغلی ګاو وی جې  د حکومت  له  فوق العاده معاش  څخه برخمن دی او  دهغه  په  باب  لنډ معلومات  د برتانيی د کامبريج  د نامتو پوهنتون  (( د نړۍ  د غوره موسيقی او د مشهورو موسيقی پوهانو په  قاموس  کی  لوستل کيږی  .            

  (  مهربانی وکړئ چه  د خوب  په نامه  يوه خوږه  نغمه  واورئ  .)