فولين
中国国际广播电台

      

 فولين  د شعرونو ليکوونکی  او د موسيقی جوړونکی دی . د ١٩٤٦کال د جنوری په ١٧ نيټه  د چين د شمال ختيځ  د هرونجيانګ  ولايت  د ((فوجين  )) په ښار  کی  وزيږيد اوپه ١٩٦٨کال کی د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو د هنری پوهنځی  د موسيقی له څانګی نه  فارغ شو . هغه په وار سره  د سمندری قواؤ د سياسی اداری  د سندرو او نڅاؤ  د هيات  د موسيقی غږونکی ، د رييس د مرستيال  او هنری لارښود  په شمول څو دندی په غاړه واخيستلی  او په عين وخت کی د چين د موسيقی پوهانود ټولنی د شورا د اړوندی کميټې   او دچين د نرم موزيک د علمی ټولنی د مرستيال په توګه  دندی  هم  ترسره کوی  .

       نژدی څلويښت  کاله کيږی چه    ښاغلی  فولين د موسيقی  په جوړولو بوخت دی ، په دی  موده کی  هغه  نژدی زر  په زړه پوری سندری او نغمی  چه د خلکو د خوښی وړ دي ، نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی  کړی دی ، دغه شان يی  د ډيرو فلمونواو تليويزيونی داستانی فلمونو لپاره يی  هم شعرونه ليکلی او  موسيقی يی جوړی کړی دی . هغه د چين د کلتور د وزارت  په استازيتوب  د هيواد په بهر کی د موسيقی په

 بين المللی مسابقو کی د انتخاباتی کميټې د غړی  دنده ترسره کړه   او د موسيقی د مينه والو د لويی نړۍ په نامه  مجله  يی  خپره کړی   او د دی مجلی د مسئول مدير               دنده  په غاړه  لری .  اوس  د موسيقی  جوړول  يوازی د ښاغلی فولين  د  ورځنی  کار  يوه  برخه  ده  او ډير وختونه او زيارونه  يی  د موسيقی د تيوری  د څيړلو  او د موسيقی د ځوانو کارکوونکو  د روزلو لپاره وقف کړی او کوی يی .

     (  مهربانی وکړئ چه  د وړوکی  دريائی صدف  په نامه ښکلی  نغمه  واورئ  .)