لۍ جن بانګ
中国国际广播电台

      

لۍ جن بانګ ( 1916-1997)  د چين د فلمی موسيقی  په خاطر  مشهور کمپوزر ؤ   او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا  او د چين د فلم پوهانو دټولنو  د شورا د غړی ،دچين د فلمی موسيقی د ټولنی د مرستيال او د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ٦می ملی کميټې د غړی  دندې  په  غاړه واخيستلی  . لۍ جن بانګ د مان  په  قوم  پوری اړه لری  او د ١٩١٦کال د می په مياشت کی  په بيجينګ کی  وزيږيده .

     د ١٩٣٩کال د جنوری په مياشت کی  لۍ جن بانګ  د لوړو تحصيلاتو لپاره  جاپان ته لاړ او په توکيو کی يی دجاپان د  موسيقی  دلوړ ښوونځی  د موسيقی د جوړونی د څانګی په مقدماتی کورس کی   په  زده کړی  پيل وکړ .  يوازی  نيم کال  وروسته  هغه  د زده کړی دنده  ترسره کړه  او د نوموړی ښوونځی  د رييس  په منظورۍ ديوه رسمی  شاګرد  په توګه  ومنل شو .

    په ١٩٤٣کال کی  لۍ جن بانګ  خپل وطن ته بيرته  راغی  او  په وار سره  يی د موسيقی  د يوه ښوونکی په حيث  د بيپينګ ( د بيجينګ  پخوانی نوم  ) د نجونود منځنی ښوونځی  او د ((خوی جونګ ))  د نجونو د منځنی ښوونځی لخوا استخدام شو .  د جاپان د تيری په ضد د جګړی  د برۍ موندلو نه وروسته  نوموړی د فارغ  په  وخت کی د  سمفونی  موسيقی  يوه ٥٠ کسيز ارکسترا  جوړه  کړه  .

    د ١٩٤٩کال د جون په مياشت کی  لۍ جن بانګ د چين د فلمی موسيقی په           ارکسترا کی  د موسيقی په جوړولو پيل وکړ . د ١٩٥٥کال د اپريل په مياشت کی د چانګ څوان د فلمی ستوديو  لخوا وګمارل شو . له هغه نه وروسته  د څه د پاسه ٣٠ کلونو په اوږدو کی يی د فلمونو  لپاره  له سلو نه زياتی ترانی او سندری  جوړی کړی  . د هغه  سندرو  خپل ځانګړيتوب  ، قومی  او محلی  رنګ  لری . مثلأ  د چين  د ملی اقليتونو  د ژوندانه  په اړه  د لاندنيو فلمونو لپاره  کمپوز شوی سندری او نغمی  د نندارچيانو او اوريدونکو لخوا  د هرکلی او خوښی وړ دی : ((  پنځه دانی طلايی ګلان ))،  (( نجلی  ليو سان جې )) ، ((ګنګلی غر ته راغلی ميلمه )) ، (( د جينګ پو قوم  پيغله )) او داسی نور .

     د هغه لخوا  کمپوز شوی نوری  زياتی  فلمی سندری د هيواد  په هر ګوټ کی  خپری شوی  او د خلکو د مينی او خوښۍ وړ ګرځيدلی دي . 

(  مهربانی وکړئ چه دا  نغمه  واورئ  چه  نوم يی  دی ولی ګلونه دومره سره  کيږی ؟)