中国国际广播电台
ښاغلی چياو يو د چين د
سندرو د شعرونو مشهور
ليکوال و او په ١٩٢٧کال کی
د شان دونګ ولايت د جی
نينګ په ښار کی وزيږيده .
د هغه بل نوم چينګ باو و
او په چين کی د شعرونو د
ليکلو په ساحه کی ممتاز او
برجسته شخصيت ګڼل کيږی .
په ١٩٤٦کال کی چياو يو د(( بۍ
فانګ )) د پوهنتون په هنری
پوهنځی کی شامل شو او په ١٩٤٩کال
کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو
نه وروسته د چين د ډرامو د
مرکزی پوهنځی ، د چين د
ډراماتيستانو د ټولنی او د
کلتوری چارو د وزارت په اړه د
ادبی سناريو د خلق کولو د دفتر
غړی وګرځيد .
د ١٩٧٧کال نه راوروسته
نوموړی د چين د اوپرا او د نڅا
تمثيل د تياتر د مرستيال او رييس
، د چين د ډراماتيستانود ټولنی
د څلورمی دورې د شورا د غړی ،
د چين د موسيقی او ادبياتو د
ټولنی د رييس او د چين د بين
المللی کلتوری تبادلی د مرکز د
شورا د غړی په شمول يو لړ
دندې په غاړه اخيستی دی ، دغه
راز هغه د چين د ولسی سياسی
مشورتی کنفرانس د اتمی ملی
کميټی غړی هم دی .
ښاغلی چياو يو د عصر او
زمانی د ترقۍ سره سم ډير زيات
هنری اثار جوړ او خلق کړی دی چه
په دی جمله کی لاندنی سندری ډير
شهرت لری او نومونه يی دا دي
_ (( زما ګران وطن )) ،(( د
شان سی ښايسته منظره )) ،((
راځی چه مونږ کښتۍ وچلوو )) ،
(( زما په زړه کی ګلاب ))، ((
نن شپه نه هيريدونکی ده )) ،
((له چين سره زمونږ مينه )) او
داسی نور .
( اوس مهربانی وکړئ چه دا
سندره واورئ چه شعر يی
د ښاغلی چياو يو
لخوا ليکل شوی دی .)
|