ليو تيان هوا
中国国际广播电台

  

 ليو تيان هوا د چين  مشهور  کمپوزر  او د موسيقی  تعليم پوه  بلل  کيده   او د چين د ملی موسيقی  له  استاذانو څخه  شميرل کيده   . 

نوموړی په ١٨٩٥کال کی دچين د جيانګ سو ولايت د جيانګ اين په  ولسوالی  کی زيږيدلی  او پلار  يی  يو معمولی منور  و  .  ليو تيان هوا او دده  نور دوه  وروڼه  د چين  په کلتوری تاريخ کی د ډيرو نامتو درو برجسته  شخصيتونو  په  توګه   ګڼل کيږی  . مشر ورور  يی  ليو بان نونګ  يو مشهور  اديب ، شعار او د ژبې او ادبياتو پوه  و .  ليو تيان هوا  په  دغسی  کورنی کی  زيږيدلی او وده  يی کړی ده  او د منځنی ښوونځی په  مرحله کی  يی  د درسونو نه  وروسته  د لويديځی  نړۍ  د بادی ساز  په زده کړی  پيل  وکړ  او په ١٩١٢ کال کی  هغه د شانګهای  په  يوه  مسلکی ارکسترا کی  په  سيستماتيک  ډول د موسيقی تيوری  او د پيانو ،  او وايلين   او بادی  ساز  زده کړ  .

   دهغه د لومړنی  نغمی  نوم  دا دی چه  د ناروغۍ په  وخت کی  ، او  د ارهو  په  نامه  د تارلرونکی موسيقی الې  په وسيله  غږوله  شوی ،  دغه نغمه  په ١٩١٥کال کی  په  هغه  غمجن حالت کی چه  پلار  يی  له بدمرغه  د ناروغی په اثر له دنيا څخه  لاړ ، جوړه شوی وه . هغه  د لومړی ځل لپاره  د موسيقی په وسيله  د هماغه وخت له  ناعادلانه  ټولنی  څخه  دخپلی کرکی او نفرت   احساسات  څرګند کړل  .

        د چين د عنعنوی  موزيک  د زده کړې په غرض   ليو تيان هوا  دهيواد  په هرګوت کی  د کليوالو ممثلانو  سره  مرکی  وکړې  او د ارهو ، جهارتار او لرغونی موسيقی الی   د غږولو په برخه کی يی له  نامتو کليوالو سابقه دارو ممثلانو څخه  زده کړه وکړه  . دغه راز  يی  دا  ټينګه  اراده  درلوده  چه  ملی موسيقی  اصلاح  او نوی کړی  . په دی بهير کی يی  د ارهو په نامه  موسيقی اله چه يو ډول  دوتار دی  او  په چين کی ډير ليدل کيږی  ،د لومړنی  اصلاحی  هدف  په حيث  وګڼله   .

د ١٩٢٢کال نه نيولی تر ١٩٣٢ کاله پوری  په  لسو کالو کی پروفيسر ليو تيان هوا  د بيجينګ  په  پوهنتون کی  شاګردانو ته  د ارهو ، چهار تار   او  وايلين  د ورزده کولو دنده  په غاړه  درلوده  او زيات شمير  موسيقی اثار  يی  په دی لسو کالو کی  ترسره شوی ؤ .  دده  له نوموړو اثارو څخه له لوی  طبيعت سره  مينه  او  د اصلی  ټاټوبی   يادونه  څرګنده شوی ده  .  د موسيقی اثارو د ليکلو په بهير کی  ليو تيان هوا  د خپل ملت د عنعنوی  فن او مهارت  د ساتلو پر اساس  د لويديځو هيوادونو څخه  هم ګټه  واخيستله   .نو په دی وجه   هغه د چين د ملی موسيقی د ترقی  لپاره يوه نوی لاره  پرانستلی ده   او موسيقی اثار يی   څرګند ځانګړيتوب  لری .

   ليو تيان هوا د ١٧ کلنی په وخت  کی  د موسيقی  په تعليم   پيل  وکړ او د ډيرو کلونو د کوښښونو نه وروسته  يی  په دی ساحه کی زياتی غنی  تجربی هم راغونډی کړې او د ملی موسيقی په  اړه  د تدريسی  سيستم  د رامنځ ته کولو لپاره يی بنسټ  کيښودلی دی  . 

         له بدمرغه  خبره خو  دا ده چه   ليو تيان هوا  د ناروغۍ په وجه  يوازی  د ٣٨ کالو په عمر د ١٩٣٢ کال د جون  په اتمه نيټه  د تل  لپاره  خپلی سترګی  پټی کړې وی .

    (  اوس  به مهربانی وکړئ چه  د ښکلی  شپی  په  نامه  په زړه  پوری  نغمه  واورئ  . دغه نغمه د  ښاغلی ليو تيان هوا  لخوا  ليکله شوی  او د ار هو  په وسيله  غږوله شوی ده .  )