يان ليانګ کونګ
中国国际广播电台

  

 ښاغلی يان ليانګ کونګ  د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی مرستيال  ، د کورس د لارښوونی د علمی ټولنی د شورا  رييس  او د مرکزی فيلهارمونيک                    لارښوونکی دی  . په ١٩٢٣ کال کی يی د چين  په منځنی ښار  وو هان  کی  وزيږيده .  په ١٩٤٢کال کی  د امتحان  له لاری د چين د موسيقی په دولتی  پوهنځی  کی  شامل  شو  او په  ١٩٤٧کال کی  ورځنی د فارغيدو نه وروسته هغه د ښوونکی په  توګه  د هانکانګ د چينی موسيقی په پوهنځی کی  وګمارل شو  .

        په ١٩٤٩کال کی  د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته  ښاغلی يان ليانګ کونګ  په بيجينګ کی د موسيقی د مرکزی پوهنځی  د يوه استاذ په  توګه استخدام شو او  د نوموړی  پوهنځی  د ځوانانو  د کورس  هيات د لارښوونی  دنده يی  په غاړه  درلوده  ، او په ١٩٥٢کال کی  د چين  د سندرو او نڅاؤ  د مرکزی ډلی   د کورس ګروپ  لارښوونکی  و  . په ١٩٥٤کال کی د لوړو تحصيلاتو لپاره  پخوانی  شوروی اتحاد ته  لاړ  او د چايکوفسکی د موسيقی  د پوهنځی  د لارښوونکی علم  په څانګه کی څيړونکی زده کوونکی وګرځيد او ښاغلی انوسوف  او سوکولوف  دده استاذان  ؤ  .  په ١٩٥٨کال کی  چين ته د راستنيدو نه وروسته  يی  د چين د مرکزی  کورس  د هيات  د  لارښوونی  دنده   ومنله . په ١٩٧٩کال  هغه  د نوموړی  هيات  په مشرۍ  په فليپين کی  د کورس  په لومړنی نړيوال فيستيوال کی  برخه واخيستله  او په  ١٩٨٢کال کی د مرکزی فيلهارمونيک دکورس  ګروپ د هغه په لارښوونه  د لويديځی  اروپا د هيوادونو د اوپراګانو په باب  هنری  کنسرت   اجرا کړی  ؤ  . 

 په ١٩٨٣ کال کی د هنګری دکودالی   د يادونی  کميټی   له دی امله  ښاغلی يان ليانګ کونګ  ته اړونده  تصديق نامه او يادګاری  نښه   ورکړه   ، ځکه چه   هغه  د کودالی د موسيقی د اثارو او  تدريسی طريقی او ميتود  د خپرولو په  بهير کی  خدمات  سر ته رسولی دی .

      په ١٩٨٦کال کی  د چين د کورس د لارښوونی  علمی ټولنه  جوړه شوه  او  يان  ليانګ کونګ  د دی  ټولنی  د  رييس  په حيث  انتخاب  شو.

      نوموړی   په وار  سره  د هنری هيات  په  مشرۍ  يا د بلنی  په اثر  په شمالی امريکا، جنوب ختيځی اسيا  ، تايوان  او هانکانګ  کی  ننداری وکړې  او د هيواد  په  بيلا بيلو سيمو کی يی   لکچرونه   ورکړی  او ورکوی  يی . يان ليانګ کونګ  د چين دکورس   د مسلکی  چارو  د پرانستلو  له  شخصيتونو څخه  بلل کيږی  او د کورس د لارښوونی   په  ساحه کی يو ممتاز او وتلی  هنرمند  دی .

    اوس  به  يوه  مشهوره او په  زړه  پوری  ترانه  واورئ  چه د يان ليانګ کونګ په  لارښوونه   دکورس  په  شکل  ويله شوی  او نوم  يی  دی _  د ژيړ سيند په ستاينه  .