中国国际广播电台
  
 
       
ښاغلی هو بينګ شيو د چين  د
موسيقی  په ساحه کی  يو برجسته 
لارښود   دی  او په  ١٩٥٥ کال کی
د ازموينی له لاری د موسيقی د
مرکزی پوهنځی د کوچنيانو  په 
ټولګی کی  شامل شو او په ١٩٥٨کال
کی په نوموړی عالی هنری مدرسه کی
په  رسمی  توګه  ومنل شو . په
١٩٥٩ کال کی يی د چک د شاهنای  د
متخصصانو د روزلو په ټولګی  کی 
په  لوړو تحصيلاتو پيل  وکړ او په
١٩٦٣کال کی په  پوره  برياليتوب 
سره  ورځنی  فارغ  شوی او د چين
 د مرکزی  فيلهارمونيک  د ارکسترا
د  غږونکی په حيث  ګمارل شوی دی . 
     ښاغلی هو بينګ شيو  پرته له 
مرکزی فيلهارمونيک  د ارکسترا نه
،  په وار  سره  په شانګهای  او
بيجينګ  کی  د بيجينګ اوپرا  ، د
اوپراګانو  د مرکزی  تياتر،  د
ختيځ  په نامه د سندرو او نڅاؤ 
د  ټولنی  او د مرکزی  بالټ  د
ټولنی  او  د مرکزی  ملی موزيک  د
ارکسترا په شمول  د دولت  په
درجه  اوو هنری ټولنو کی د   
ارکسترا  د دايمی لارښود  او
هنری  لارښوونکی  دندی  په غاړه 
اخيستی دی . 
    له دی امله چه  ښاغلی هو بينګ
شيو د موسيقی د لارښود په هنر کی
يی ستر برياليتوبونه  لاس ته
راوړی دی ، چين د کلتور وزارت  د
ممتاز لارښود  وياړ هغه ته ورکړ . 
په ١٩٩٩کال کی  د چين  د مرکزی
ملی  موزيک ارکسترا    د هغه  په
مشرۍ د امريکی  په  ١٨ ښارونو کی 
ګرځندی  نندارې  وکړې  او په دی
بهير کی  يی د نړی په سويه  د لوی
وايلين  غږونکی   ما يو يو په
همکاری   د کارنيګی  د موسيقی 
په  لوی سالون  کی د لوی وايلين
په  وسيله  د پسرلنی خوب  په
نامه  نغمه وغږوله  او بی ساری 
برياليتوب  يی  وموند . 
له ١٩٩٧کال نه  نيولی تر ٢٠٠٠کاله
پوری  ښاغلی هو بينګ شيو د بلنی
په وجه  د سينګاپور د چينايی 
موسيقی  د ارکسترا  د موسيقی  د
عمومی  نظارت       او لومړنی
لارښود په توګه دنده  ترسره
کړه     او په دی موده کی  د هغه 
په مشرۍ  د نوموړی  ارکسترا  د
چين  په  بيجينګ ، شانګهای او 
سيامن  په ښارونو او د تايوان  په
سيمه کی  ننداری  وکړې  او د
نندارچيانو لخوا يی ډير تود هرکلی
وشو . 
اوس  به   د
هغه  په  لارښود   يوه  غږوله 
شوی  ډانسی  نغمه  
واورئ  .    
 
 
 
  |