لی  ده  لون
中国国际广播电台

    

ښاغلی لی  ده لون  د چين د سمفونی موزيک د ارکسترا مشاوراو د چين  موسيقی پوهانو د ټولنی  مرستيال  دی . دغه راز د چين  په مرکزی فيلهارمونيک کی يی د هنری  لارښود  دنده  په  غاړه  هم درلوده  . هغه  په ١٩١٧ کال کی  د چين  په مرکز  بيجينګ  کی  وزيږيده  اود کوچنيتوب  په مرحله کی يی د پيانو او  وايلين  په  تمرين  پيل  وکړ او  په ١٩٤٠ کال کی يی د ازموينی  له لاری  د شانګهای د موسيقی  په مسلکی  ښوونځی کی   د لوی وايلين    له  غږونی  او  د موسيقی  له  تيوری  څخه زده کړه وکړه .

 په ١٩٤٣کال کی هغه  له  نوموړی مسلکی  ښوونځی  نه فارغ  شو   او په ١٩٤٩ کال کی يی  په  بيجينګ  کی  د اوپراګانو د مرکزی  تياتر  د لارښود   دنده  په  غاړه  واخيستله .

   له ١٩٥٣کال څخه  هغه  د موسيقی د نامتو لارښود   پروفيسر انوسوف  د څيړونکی  زده کوونکی  په حيث  دپخوانی  شوروی اتحاد  د مسکو د موسيقی  په  پوهنځی  کی  زده کړه  وکړه . په ١٩٥٧کال کی يی چين ته  دبيرته  راستنيدو نه وروسته  د مرکزی فيلهارمونيک  ارکسترا  د  لارښود  دنده  په غاړه  واخيستله .

   ښاغلی  لی ده لون  په ١٩٨٥ کال کی د فرانسی  په  مرکز پاريس کی د مينوهين دوايلين  په نړيوالی  سيالی کی  او په ١٩٨٦ کال کی په مسکو کی د چايکوفسکی د موسيقی د اثارو  د بين المللی  مسابقی په اړه د لوی وايلين د غږولو د انتخاباتی  کميټی  د غړی  په توګه  دندې  ترسره کړې  وې .

   په ١٩٨٠کال  کی يی   د چين  د کلتور د  وزارت  لخوا  ورکړه  شوی  افتخاری  جايزه  وګټله   او په ١٩٨٦ کال کی  د هنګری  د حکومت د فرهنګی  چارو وزارت  ورباندی  د ((ليسټ ))    يادګاری  جايزه  ويشلی ده .  د ٢٠٠١ کال  د اکتوبر په ١٩ نيټه  ښاغلی لی ده لون  د ناروغی په اثر  د ٨٤کالو  په  عمر   وفات  شو .