چنګ زو هوانګ
中国国际广播电台

     

 ښاغلی  چنګ  زو  هوانګ   د چين  د شانګهای په   ښار کی  وزيږيد   او په ١٩٨١کال کی د مرکزی موسيقی د پوهنځی  د لارښود   له څانګی  څخه فارغ  شو. د همدی کال  په دوبی کی  هغه د جاپان  د موسيقی  د مشهور لارښود ښاغلی  سيزي اوزاوا  په  بلنه  د لوړو تحصيلاتو لپاره  د امريکی  د تانګووډ  د موسيقی  په مرکز  او د ميشيګان  د پوهنتون په  اړه  د موسيقی په  پوهنځی کی  داخل شو  .  په ١٩٨٢ کال کی يی  د موسيقی دماستری علمی  درجه   ترلاسه کړه  . په ١٩٨٥ کال کی  د ميشيګان  د پوهنتون  لخوا  هغه  ته  د موسيقی د لارښود  د هنری  ډاکترۍ  علمی  درجه  ورکړی شوی  او د موسيقی  په هنری ساحه کی  د چين د ولسی جمهوريت  لومړنی  ډاکتر ګرځيدلی دی .

  له ١٩٨٥ نه  تر ١٩٨٧کاله پوری  ښاغلی چنګ زو هوانګ د امريکی د کانساس  د پوهنتون  په اړه  د هنری  پوهنځی  د  پوهنمل    په  حيث  د موسيقی د لارښود  دنده  په غاړه واخيسته  او  په دی  موده  کی  يی  د افتخاری  پروفيسر لقب ترلاسه کړ .

   په  ١٩٨٧ کال کی  ښاغلی چنګ  د چين د مرکزی فيلهارمونيک ارکسترا د لارښود  دنده  ومنله  او د هغه  په مشرۍ  هنری  ډلی  د نيويارک ،  واشنګتن  ، شيکاګو ،  سان فرانسيسکو او لوسانجلس  په  شمول  د امريکی  په ٢٤ ښارونو کی  سفرونه  وکړل   او هر هنری  کنسرت  يی په  پوره توګه  بريالی  شو او د امريکی د اوريدونکو او د موسيقی پوهانو  لخوا  وپيژندل  اووستايل  شو  .

   له ١٩٩٠ نه  نيولی تر ٢٠٠٠کاله  پوری  نوموړی  د  امريکی د ويچيتا  د   د موسيقی د عمومی نظارت   او لارښود  په  توګه  وګمارل  شو   او په   دی موده کی  له ١٩٩٢ نه  تر ١٩٩٦ کاله پوری  يی  د امريکی د رودی ټاپو د ايالت  د موسيقی د علاقه مندانو د  ارکسترا  د موسيقی  د عمومی  نظارت   او  لارښود   دنده  هم  په غاړه  واخيستله  .

    د څو کلونو راهيسی  ښاغلی  چنګ زو هوانګ  د بلنو په اثر  د نړی  په  څه د پاسه شلو هيوادونو او سيمو کی  د موسيقی د ډلو د بهرنی لارښود  په توګه  کار وکړ . اوريدونکو او  موسيقی پوهانو  په ستاينی سره وويل  چه   چنګ  يو خورا  بااستعداده  موسيقی پوه  دی  او د هرې  ارکسترا   لخوا  د منلو وړ  حق لری  .

   په ١٩٩٦ کال کی  هغه  د هيواد  په بهر کی  له  ځينو دندو څخه  استعفا وکړه  او چين ته بيرته  راستون  شو ، او د مرکزی موسيقی  د ډلی  پر اساس يی د چين د              ډله  جوړه  کړی  ده . هغه  ددی ډلی  لومړنی  هنری  عمومی  نظارت کوونکی   دی .  په تيرو څو کالو کی دنوموړی ډلی لخوا د نورو هيوادونو او سيمو  نژدی  سلو  ممتازو موسيقی پوهانو ته  بلنی ورکړې شوی  اوپه چين کی يی په ګډه سره  اړوندی ننداری  وکړې  او د چين  د سمفونی  موزيک   د چارو د پرمخبيولو لپاره  يی  خدمتونه  سر ته  رسولی دی .