پنګ  شيو ون
中国国际广播电台

    

ښاغلی پنګ  شيو ون  د چين د موسيقی  لارښود  او کمپوزر  ؤ  . هغه  په ١٩٣١کال کی د چين  د منځنی برخی د هوبۍ  ولايت په مرکز  وو خان ښار کی وزيږيد او د ١٩٩٦ کال  د دسمبر په ٢٨ نيټه د ناروغۍ په اثر  په  بيجينګ  کی  وفات شو .  ښاغلی  پنګ شيو ون  د چين د ملی موسيقی  وتلی  استاد  ؤ  او د چين د راډيو په اړه  د ملی موسيقی د ډلی دلومړنی  لارښود په حيث  دنده  په غاړه درلوده  او د چين د راډيو  په اړه  د ملی ارکسترا  د  ډلی  له  جوړونکو څخه  شميرل کيده  .

 په  ١٩٥٧ کال کی په مسکو کی د  نړی  د ځوانانو د دوستی او خوشحالۍ  د شپږم فيستيوال  په هنری  سياله کی د ښاغلی  پنګ  په  لارښوونه  د چين  د ملی موسيقی  ډلی   هغی  ښکلی او په زړه  پوری   نغمی وغږولی  او طلايی مدال يی وګاټه  کوم چه  د هغه  لخوا بيا  جوړی شوی او نومونه  يی  دا  دی چه  د سپوږمی په وړانګو کی درياب  ، د مارانو نڅا  او د سپوږمی په رڼا کی  د ګوان شان  غر .  تر اوسه پوری  ننداره چيان او اوريدونکی لا هم له  نوموړو نغمو سره ډيره مينه  او علاقه لری  .

  په ١٩٨١ کال کی  ښاغلی پنګ   د بلنی په وجه  د هانکانګ  د چينايی  موسيقی  د ډلی  دبهرنی لارښود  په  توګه  وګمارل شو  او په همدی کال  د چين د  راډيويی هنر په  ډله کی  د ملی موسيقی د ګروپ د هنری لارښود   دنده  په غاړه  واخيستله  او په  ١٩٨٣کال کی د نوموړی  ګروپ  مشر  وګرځيد  .

   ښاغلی پنګ  د چين  د ملی موسيقی د چارو لپاره ډير ستر خدمات  ترسره کړل  . د خپل  ژوند په  وخت کی  يی  څلور ، پنځه سوه   موسيقی اثار  اصلاح  يا  نوی  جوړ کړل  . دغه  راز  يی د چين  د لرغونی او ځانګړو  موسيقی الاتو  په وسيله  د خارجی هيوادونو د غوره اومشهورو  نغمو د  غږولو په ازموينه کی  هم  خپلی  هلی ځلی  وکړې  .

 

  (  اوس  به  يوه  ښکلی چينی نغمه  واورئ   )