中国国际广播电台
تانګ څان د چين مشهوره
سندرغاړې ده او د چين د هونان
ولايت د ځوجوپه ښار کی
زيږيدلی ده . هغی د وو خان د
موسيقی په پوهنځی کی د ملی
سندرو هنر زده کړ او ورځنی د
فارغيدو نه وروسته د امتحان له
لاری د چين د سندرو او نڅاؤ د
ټولنی لخوا د سندرغاړی په
توګه ګمارله شوی ده .
تانګ څان د بيلابيلو
هنری فعاليتونو کی دګډون په عين
وخت کی په فعاله توګه د ټولنی د
مختلفو محافلو په عمومی او
خيريه نندارو کی هم برخه لری
د هغی په خوږ أواز کی ويله
شوی زياتی سندری د اوريدونکو
او ننداره کوونکو له خوا هرکلی
شوی دی .
په ٢٠٠١ کال کی تانګ څان د
هيواد په ټول چوکاټ کی د
اوريدونکو په ګډون هغه
انتخاباتی فعاليت کی چه د چين
د راډيويی ،فلمی او تيلويزيونی
چارو د عمومی ادارې لخوا رامنځ
ته شو ، طلايی جايزه ترلاسه
کړه .
( اوس به د هغی په خوږ
أواز ويله شوی يوه سندره
واورئ چه نوم يی دی
–
ګران وطن ته
نيکی هيلی .)
|