中国国际广播电台
لو جی هونګ د نارينه په جګ
أواز سندرغاړی او د دولت په
لومړنی درجه لوبغاړی دی .
د وروستيو کلونو راهيسی د چين
د سندرو ويلو په ساحه کی ډير
فعال ښکاری او د دولتی شورا
له فوق العاده معاش څخه
برخمن دی .
لو جی هونګ په ١٩٨٢ کال کی د
سی أن د موسيقی د پوهنځی د
أوازلرونکی موسيقی له څانګی
څخه فارغ شو . په ١٩٨٩ کال
کی هغه د سندرو ويلو په اړه د
سولويست په توګه د ګان سو
ولايت د سندرو او نڅاؤ له
ډلی څخه د سمندری قواؤ د
سياسی اداری د سندرو او نڅاؤ د
هيات لخوا وګمارل شو .
سندرغاړی لو جی هونګ څو څو
ځله د أوازلرونکی موسيقی په
باب ملی سياليو کی طلايی
جايزی وګټلی . دغه راز يی د
هيواد او وسله والو قواؤ د
هنری ډلو په استازيتوب جرمنی
، روسيی ، فليپين ، تايلند ،
امريکی او داسی نورو هيوادونو
ته سفرونه وکړل .
( اوس به
د هغه په خوږ
أواز ويله شوی يوه سندره
واورئ )
|