لياو څانګ يونګ
中国国际广播电台

    

 لياو څانګ يونګ  له  هغو ډيرو  لږو  چينی  سندرغاړو  څخه  شميرل  کيږی   چه  په  اوسنی وخت کی  د نړۍ   د اوپراګانو  په  صحنه کی  زيات  فعاليتونه  کوی .

  د  أوازلرونکی موسيقی په  برخه کی  نامتو  تعليم  پوه  جو شياو يان  او  د نارينه  په  جګ  أواز  سندرغاړی  لو وی   د لياو څانګ يونګ استاذان    ؤ  او  په ١٩٩٥ کال  کی   هغه  د  شانګهای  د موسيقی   د پوهنځی  د  ماسترۍ   علمی  درجه  ترلاسه کړه  .

د وروستيو  کلونو راهيسی   نوموړی  د  أوازلرونکی  موسيقی  په  نړيوالو سياليو کی  په  پر له  پسی  توګه  لومړنی   لمبر  ګټلی  دی  . مثلأ  يوازی  له ١٩٩٦ نه  تر  ١٩٩٧ کاله  پوری  په  يوه کال  کی  يی  په جلا جلا توګه   د فرانسی  د تولوسک په  ٤١مه سيالی   ،  د ايتاليی  د دومينګو د اوپراګانو په  نړيواله  مسابقه ،  او ناروی  د ملکی  سونګجا په  بين المللی  سيالی کی   طلايی  جايزی وګټلې .  د هغه د دغو  برياليتوبونو  له امله   د نړۍ  د موسيقی  شخصيتونه  ډير حيران  شول   .   لياو څانګ  يونګ  د اسيا  هغه لومړنی سندرغاړی  دی  چه  د  دومينګو  د  اوپراګانو په  نړيواله  مسابقه  کی  يی  لومړنی  لمبر  وګاټه  . موسيقی  استاذ  پلاسيدو دومينګو  په  ډيری خوشحالی  سره   وويل  چه   هغه  تر هر هغه چا  ممتاز سندرغاړی  دی  چه   پيژندلی  می دی  . 

   د وروستيو کلونو راهيسی   لياو څانګ  يونګ  د نندارو  لپاره  په  وار  سره امريکی ، فرانسی ، جاپان ، استراليا ، برتانيی ،  سويدن ، ناروی ، جرمنی  ، روسيی  او داسی  نورو  زياتو هيوادونو ته  ولاړل   او  په  تيره بيا  د امريکی  د  کينيدی  په  مرکز کی يی د دومينګو  په  همکاری   د ((ويردی  )) اوپرا چه  نوم  يی  ترواتور ؤ ،  امريکايی  نندارچيانو ته وړاندی کړه  او  په  بی ساری توګه  بريالی  شوی  دی  .

دواشنګتن  پوست ورځپانی په يوه اړوند ځانګړی  راپور کی داسی  ليکلی  چه   مونږ  ټينګ  باور لرو  چه   دغه   نابغه او لوړ استعداد لرونکی أرټيسټ   به  د نړۍ  د سندرو  ويلو  په  ساحه کی  د يوی  قيمتی  ډبری  په  څير  ومنل شی  .

  اوس   لياو  څانګ  يونګ  د  شانګهای  دموسيقی  د  پوهنځی   پروفيسر  دی   او  د أوازلرونکی موسيقی  د څانګی  د رييس  دنده  په  غاړه  هم  لری .  

   (   اوس  به  د  هغه  په  خوږ أواز ويله  شوی  يوه  سندره  واورئ    )