中国国际广播电台
جانګ يې د چين د منځنی
جنوبی برخی د هو نان
ولايت ده او يوه داسی
تکړه سندرغاړی ګڼله کيږی
چه د چين د ملی ترانو
او سندرو په ساحه کی ځای
نيسی . په ١٩٩١ کال کی
هغه د چين د موسيقی د
پوهنځی د أوازلرونکی
موزيک له څانګی نه فارغه
شوه او استاذ يی د چين
د أوازلرونکی موسيقی په
ټولنه کی مشهور پروفيسر
جين تيان لين دی . جانګ
يې په ١٩٩٥ کال کی د
أوازلرونکی موسيقی د
ماستری علمی درجه ترلاسه
کړه ، اوس د نوموړی
پوهنځی ځوانه ښوونکی ده
.
سندرغاړی جانګ يې د بيلا
بيلو ملی سندرو په ويلو کی
ډيره تکړه ده او دننه په
هيواد کی په زياتو مهمو سياليو
کی طلايی جايزې ګټلی دي .
دغه راز يی په برتانيی ،
فرانسی ، سويزرلند ، جرمنی ،
سويدن . بيلجيم ،
لوکسمبورګ ، جاپان او د جنوب
ختيځی اسيا په مختلفو
هيوادونو ، د هانکانګ او
مکاو په سيمو کی ننداری
وکړې او د داخلی او بهرنيو
ننداره کوونکو لخوا يی هرکلی
وشو .
نوی عصر ته د داخليدو په
نامه دغه نامتو او په زړه
پوری سندره د جانګ يې په خوږ
أواز کی ويله شوی ده .
مهربانی وکړئ
چه اوس به يی واوری .
|