中国国际广播电台
چنګ جه د چين د نارينه
په لوړ أواز مشهور
سندرغاړی دی ، د چين د
موسيقی پوهانو د ټولنی غړی
او د ولسی ازادی بخښوونکی
اردو د عمومی سياسی اداری
په اړه د سندرو او نڅاؤ په
ډله کی د دولت په لومړی
درجه لوبغاړی هم دی . چنګ
جه په ١٩٦٢کال کی زيږيدلی
او په ١٩٨٣ کال کی د
موسيقی له مرکزی پوهنځی د
اوپراګانو د هنر له څانګی
څخه فارغ شوی دی او
استاذ يی د چين د
أوازلرونکی موسيقی په ساحه
کی نامتو پروفيسر شنګ
شيانګ ؤ .
د چين په لويو هنری
کنسرتونو او اړوندو فعاليتونو
کی چنګ جه څو څو ځله د
سولو رول ولوباوه او چينی او
بهرنيو متخصصانو او
نندارچيانو ورته شاباسی
وويله .
د امريکی د نيويارک د
اوپراګانو د تياتر رييسی ميرمن
بيفری بچی چه د ښځو په جګ
أواز کی د نړۍ له لسو نامتو
سندرغاړو څخه شميرل کيږی ،
چنګ جه ته داسی شاباسی ورکړ
چه د نارينه په لوړ أواز
کی د سندرو ويلو په برخه کی
ډير لږ ليدل کيږی . د امريکی د
نيويارک د تايمز ورځپاڼې د مقالی
په خپرولو سره وويل چه زمونږ
لپاره نوموړی د نننی نړۍ د
سندرو په ساحه کی له ختيځی
نړۍ نه راغلی چلنج بلل کيږی
.
اوس به د هغه په خوږ
أواز کی ويله شوی يوه سندره
واورئ چه نوم يی دی _ اه
،
زما لمر .
|