中国国际广播电台
جيانګ دا وی د چين مشهور او
بريالی سندرغاړی دی . هغه
په ١٩٤٧ کال کی د چين د تيان
جين په ښار کی زيږيدلی او د
کوچنيتوب په مرحله کی يی له
موسيقی او نقاشۍ سره مينه او
علاقه درلوده . په ١٩٧٠ کال
کی يی د ځنګلونود پوليسو په
هنری کاری ډله کی ګډون وکړ .
په ١٩٧٥ کال کی جيانګ دا وی د سولو د لوبغاړی په توګه د
مرکزی قومی سندرو او نڅاؤ د
هيات لخوا ومنله شو او
وروسته يی د دی هيات د رييس
او د چين د نرم موزيک د ډلی
د رييس دندی په غاړه
واخيستلی .
نوموړی د څو وارو لپاره د امريکی ، کانادا ،
جاپان . جرمنی ، سينګاپور
او تايلند په شمول زياتو
هيوادونو او سيمو کی ننداری
وکړې او د هيواد په داخل او
بهر کی د نندارچيانو ستاينی يی
حاصلی کړی دی .
اوس به د هغه په خوږ أواز
کی ويله شوی يوه ښکلی سندره
واورئ چه نوم يی دی _
په هغه ځای کی
چه د شفتالو له ګلانو څخه ډک دی
.
|