中国国际广播电台
جو شياو يان د چين د ښځو
په جګ أواز کی له
سندرغاړو او د أواز لرونکی
موسيقی له تعليم پوهانو
څخه شميرل کيږی او د
شانګهای د موسيقی د
پوهنځی عمری پروفيسره هم
ده .
په ١٩١٨ کال کی جو شياو يان د
هو بۍ په ولايت کی زيږيدلی
او پلار يی چه جو څانګ ګو
نوميده ، يو روشنفکر صنعتګر
ؤ او له موسيقی سره يی ډيره
مينه درلوده . د پلار تر
همدغو تاثيراتو لاندی جو
شياو يان له موسيقی سره
زياتی علاقی راپيدا کړی دی .
د ١٩٣٥کال د سپټمبر په مياشت
کی جو شياو يان د شانګهای د
(( ګو لی )) د موسيقی په مسلکی
ښوونځی کی د أواز لرونکی
موسيقی په زده کړی پيل وکړ .
د ١٩٣٨کال په پای کی جو شياو
يان پاريس ته ورغله او هلته
يی له مشهور کمپوزر چی ار پين
سره أ شنايی وکړه او د هغه
په مرسته جو شياو يان د
پاريس د روسی موسيقی په
پوهنځی کی شامله شوه . د
اوو کالو د زيارونو نه
وروسته بالاخره د ١٩٤٥ کال د
اکتوبر په مياشت کی جوشياو يان
د پاريس د دولتی تياتر صحنی
ته پورته شوه او فرانسوی
نندارچيانو په تودو چکچکو سره
د هغی خوږ أواز او په زړه
پوری نندارې ته ځواب ورکړ .
له هغه نه وروسته نوموړی د
بلنی په اثر د چک د پراګ د
پسرلی په هنری کنسرت کی برخه
درلوده . د جو شياو يان
نمايش ډير ستر بری وموند
او د چينی بلبلی شهرت يی
ترلاسه کړ .
د ١٩٤٧ کال د اکتوبر په
مياشت کی جو شياو يان خپل
وطن ته راستنه شوه .په ١٩٤٩
کال کی د نوی چين د جوړيدو نه
وروسته جو شياو يان د
أوازلرونکی موزيک د ښوونکی په
توګه د شانګهای د موسيقی د
پوهنځی لخوا ګمارله شوی ده
.
د چين د تش په نامه
کلتوری لوی انقلاب په موده
کی به جو شياو يان تل په خپل
تدريسی کار باندی ټينګار
کاوه او په بريالی ډول يی د
نارينه په جګ أواز کی مشهور
سندرغاړی وی شونګ روزلی دی
. په ١٩٨٤ کال کی د ويانا په
نړيواله سيالی کی د جوشياو
يان څلورو تنو شاګردانو دری
طلايی جايزی او يو نقره يی
انعام ترلاسه کړی دی .
په دی غرض چه د چين د
اوپراګانو چارو ته پرمختيا
ورکړی شی ، د ١٩٨٨ کال د می
په مياشت کی جو شياو يان د
شانګهای د موسيقی په پوهنځی
کی د جو شياو يان د اوپرا
مرکز تاسيس کړ او په ١٩٨٩
کال کی نوموړی مرکز د
ريګوليتو په نامه خپله
تيارشوی لومړنی اوپرا په
بريالی توګه ننداره چيانو ته
وړاندی کړ .
اوس به
د
لوی ديوال په نامه
يوه خوږه سندره واورئ .
|