中国国际广播电台
هو
شونګ خوا د چين يو نامتو او
بريالی سندرغاړی دی . هغه
په ١٩٣٠ کال کی د بيجينګ د مان
قوم په يوه کورنی کی زيږيدلی
او د ځوانۍ په وخت کی يی د ((
سنجدما )) او د (( ښو حاصلاتو))
د دوو سندرو په ويلو سره څه
شهرت ترلاسه کړ .په ١٩٥٢ کال
کی هغه د مرکزی قومی سندرو او
نڅاؤ په هيات کی ګډون کړی
دی .
هو شونګ خوا د چين د
ملی اقليتونو له ترانو او
سندرو سره ډيره علاقه او
مينه لری . په ١٩٥٢ کال کی د
هغو اوږدو تاريخی شعرونو په
پروګرام کی چه عنوان يی و
_ (( ختيځ سور دی )) ، او د
سندرو او نڅاؤ په شکل
ننداره چيانو ته وړاندی شول ،
هو شونګ خوا په خپل خوږ
أواز يوه مغولی سندره
ويلی او تر اوسه پوری لا هم
د خلکو په شونډو زمزمه کيږی
.
هو شونګ خوا په زياتو
اوپراګانو کی اصلی رول
لوبولی اود نژدی ٣٠ فلمونو
لپاره يی سندری ويلی دی .
اوس به د هو شونګ خوا
په خوږ أواز کی ويله شوی
مشهوره سندره واورئ چه نوم
يی دی _
د ستاينی ترانه
.
|