وانګ څه هنګ
中国国际广播电台

 

وانګ  څه هنګ د شپيلۍ مشهور غږونکی دی   او د چين د ملی موسيقی په ساحه کی  له  ډيرو  فعالو  شخصيتونو څخه  شمير ل کيږی  . اوس  د چين  د موسيقی پوهانو د ټولنی ، د چين  د ملی  فيلهارمونيک  سمفونی  ارکسترا  د علمی  ټولنی او د چين  د ارکسترايی موزيک  د انستيتيوټ  غړی  دی او د چين د مرکزی  ملی موزيک د ارکسترا  لوبغاړی  هم  دی  .

وانګ  څه  هنګ  په ١٩٥٩ کال کی  د  چين  د جنوب  ختيځ  د جه جيانګ  ولايت   په مرکز  هانګ جو  ښار کی  زيږيدلی  او د  کوچنيتوب او زلميتوب په  وخت کی يی  د شپيلۍ په غږونه کی له  مشهور غږونکی جاو شونګ تينګ  څخه  زده کړه وکړه  او پر دی  اساس  يی  په ١٩٨٠ کال کی د امتحان له  لاری  د موسيقی  په مرکزی  پوهنځی کی  شامل شو  او د چين  د شپيلۍ  نامتو غږونکی جنګ يونګ چين  د هغه  استاد  وګرځيد .  په ١٩٨٤ کال  کی  د چين  د موسيقی  له مرکزی  پوهنځی  څخه  فارغ  شوی او د مرکزی  ملی  موزيک  د ارکسترا  د  رسمی  غړی  په  توګه  ومنل  شو   .

 وانګ  څه  هنګ   د څو  ځلو لپاره   د موسيقی  په  سياليو کی   انعامونه او جايزی  ګټلی    او  په  ١٩٩٠ کال کی   يی  د بيجينګ   د موسيقی  په  لوی  سالون  کی  د شپيلۍ  په  وسيله   شخصی   هنری کنسرت  جوړ کړ  او د ملی  موزيک د  محافلو  د  پوهانو او نورو اړوندو شخصيتونو د هغه  د هنری  سويی   او  مهارت  ډيره  ستاينه وکړه  او  ويی ويل  چه  نوموړی  د چين  د موسيقی  د غږولو په  ساحه کی  د عنعنوی  مهارت  پر اساس  نوي والی  رامنځ  ته  کړی   او د اوسنی  زمانی  د موسيقی   د غږونکو  په  جمله کی  يو  برجسته  او ممتاز شخصيت  بلل  کيږی  .

   وانګ  څه هنګ    څو څو واره  د چين  په استازيتوب اطريش  ، فرانسی ، المان ،  امريکی  او داسی نورو هيوادونو او سيمو ته  سفرونه  وکړل  او  په  هره  ننداره کی  يی  بری وموند  .

 اوس  به  د وانګ  څه  هنګ   لخوا  په  شپيلۍ  په وسيله  غږوله  شوی  لرغونی چينی  نغمه  واورئ  .