中国国际广播电台
د موسيقی په ساحه کی نړيوالو
نامتو شخصيتونو په داسی ښکلو
او خوږو ژبو د چين د وايلن د
غږونکی شنګ جونګ ګوو ستايلی
دی : هغه د موسيقی د غږولو
برجسته استاد ،د وايلن ډير
دلفريب غږونکی او د چين ((
مينيوهين )) بلل کيږی .
شنګ جونګ ګوو د چين په
سمفونی ارکسترا کی د دولت په
درجه د وايلن غږونکی دی او د
وايلن له هغولومړنيو غږونکو
څخه شميرل کيږی چه په نړيواله
ساحه کی يی جايزه وګټله او د
چين لپاره وياړ يی ترلاسه کړ
.
شنګ جونګ ګوو په يوه داسی
کورنی کی زيږيدلی دی چه
پلار شنګ شيو يی د چين د
وايلن نامتو غږونکی ؤ او مور
يی جو بينګ په أواز لرونکی
موزيک کی بوختيا لرله . دوی
ټول ١١ اولادونه وزيږول چه
په دی جمله کی يی د لسو
اولادونو بوختيا له موزيک
سره رابطه لری او شنګ جونګ
ګوو او نور اته تنه د وايلن
غږونکی دی . شنګ جونګ ګوو د
پلار او مور لومړنی زوی دی
او په ١٩٤١ کال کی زيږيدلی
دی .
شنګ جونګ ګوو د ٥ کلنۍ په
وخت کی له خپل پلار څخه د
وايلن په زده کړی پيل وکړ .
او د ٩ کلنۍ د زيږيدنی په
ورځ د چين په منځنی برخه
کی د هوبۍ ولايت د وو خان
ښار راډيو د هغه لپاره د تيپ
ريکارډر فيته ثبت او خپره کړه
. اوريدونکو په ستاينی سره
وويل چه شنګ جونګ ګوو د
وايلن په غږولو کی نابغه
ماشوم هلک دی .
شنګ جونګ ګوو په ١٩٥٤ کال کی د
چين د موسيقی د مرکزی پوهنځی
په اړه په ليسه کی شامل شو
او څو کاله وروسته په
١٩٦٠کال کی د لوړو تحصيلاتو
لپاره د مسکو د چايکوفسکی د
موسيقی پوهنځی ته وروليږل شو
او ښوونکی يی د وايلن د
غږولو په نړيواله ساحه کی
نامتو لوی استاد ليونيد کوګان
ؤ .
په ١٩٦٤ کال کی شنګ جونګ
ګوو خپل وطن ته راستون شو او
په مداومه توکه يی د هيواد په
دننه او بهر کی خپل هنری
پروګرامونه چينی او بهرنيو
نندارچيانو او اوريدونکو ته
وړاندی کړی دی . د ١٩٧٦کال نه
وروسته هغه هرکال د نړۍ په
بيلا بيلو سيمو کی له سلو نه
زياتی نندارې کړی او کوی يی
. هغه د هيواد له بهرنيو
زياتو هنری سازمانونو سره
قراردادونه لاسليک کړی او
د نړی د کلتوری تبادلی د
پرمخبيولو لپاره يی ستر
خدمتونه سر ته رسولی دی .
اوس شنګ جونګ ګوو د چين د
ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د
ملی کميټې او د چين د
موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا
د غړيتوب په شمول څو دندې
په غاړه لری .
اوس به د هغه
لخوا د وايلن په وسيله غږوله
شوی يوه هندی سندره واورئ .
|