تانګ جوين  چياو
中国国际广播电台

    

 تانګ  جوين چياو  د  شپيلۍ  په   موزيک کی  ځوان  غږونکی  ده  ،  اوس  د چين  د شانګهای  د ملی  موزيک  په  ارکسترا  کی  د  شپيلۍ د لومړنی  غږونکی  په توګه   دنده  په  غاړه  لری .

       تانګ  جوين چياو د کوچنيتوب په مرحله کی  له خپل  پلار څخه  د  شپيلۍ  د  غږولو  په  زده کړی  پيل  وکړ او د کوچنيتوب  په  وخت کی  يی  د موسيقی الاتو د غږولو په اړه  لوړه  جايزه  وګټله . په  ١٩٨٦ کال کی  د ازموينی  له  لاری  د شنګ  يانګ  د موسيقی  د  پوهنځی  په  اړه  ليسه کی  شامله  شوه  ، او په  ١٩٩٠ کال  کی   يعنی  د ١٦ کلنی  په  وخت کی  يی دلومړی  ځل  لپاره  شخصی  هنری  کنسرت   ترسره کړ  . وروسته    د  شانګهای  د موسيقی  په  پوهنځی کی   داخله   شوه   .  په  ١٩٩٦ کال کی  د غوره  او ډيرو  ښو  موفقيتونو  په ګټلو سره  فارغه  شوی  او  د  شانګهای د ملی  موزيک  د  ارکسترا  يوه  رسمی  لوبغاړی  ګرځيدلی  ده .  دغه شان  هغه  د شپيلۍ  په  موزيک کی    لومړنی  ښځينه  غږونکی  هم ده  چه د چين د ملی  موزيک  په ارکسترا کی  لومړنی مقام  نيسی    .

      تانګ  جوين  چياو تل  د شپيلۍ   د سولو يست  (يوازنی  غږونکی  )  په حيث   په  مختلفو  لويو  هنری  کنسرتونو او تيلويزيونی  پروګرامونو کی  برخه  لری .

  په ٢٠٠١کال کی  د چين  د  عنعنوی  پسرلنی  اختر  په موده کی   تانګ  جوين  چياو د شانګهای  د ملی موزيک  د ارکسترا  د يوی غړی  په  تو ګه   په ويانا کی  په  طلايی  لوی  تالار کی   د اړوندی  نمانځنی  په هنری کنسرت کی  برخه  واخيستله  او  د همدی  کال د جولای  په مياشت  کی يی د بلنی  په  اثر  په  مکاو کی  خپل  ځانګړی  او خاص   هنر کنسرت   جوړ کړ   .

د موسيقی پوهی  په  توګه  تانګ  جوين  چياو  تل  د بلنی  په  اثر  د ګردی  کرې  په  چوکاټ کی  په  زياتو  مشهورو  هنری   فيستيتوالونو کی  برخه  اخيستی    او د لندن  ، فرانسی  ، هامبورګ  ، هانکانګ  او  تايوان  په شمول  له ډيرو ارکستراګانو  سره   همکاری  کوی   او د امريکی ، جرمنی  ،  جاپان ، برتانيی  ،  اطريش  ، بيلجم  ، فرانسی ،  ايتاليا  ، تايوان  ، هانکانګ   او مکاو  په   شمول  زياتو هيوادونو او سيمو ته يی  سفرونه  کړی دی  چه د چين   د  شپيلۍ  په موزيک  کی  د اوسنی  زمانی  له  ډيرو  ممتازو  غږونکو  څخه  شميرل کيږی  .