中国国际广播电台
ليو ده های د چين د ((
پي پا )) نامتو غږونکی
دی چه د شلمی پيړۍ د
پنځمی لسيزی په وروستيو
کلونو کی روزل شوی ، خلک
ور ته د ((پی پا )) لوی
استاد وايی او د هيواد
ممتازو او بريالی موسيقی
پوهانو نمونه ګڼله کيږی
چه د هيواد په دننه او
دباندی ډير شهرت لری .
ښاغلی ليو ده های په ١٩٣٧
کال کی د چين د ختيځ په لوی
ښار شانګهای کی وزيږيده او
په ليسه کی د زده کړی په موده
کی يی له فولکلوری موزيک
سره ډيره علاقه او مينه درلود
ه او خپل ځانګړی استعداد يی
ښکاره کړ .
په ١٩٥٠ کال کی يعنی د ١٣
کلنۍ په وخت کی يی د (( ارهو
)) ، شپيلۍ او داسی نورو
موسيقی الو د غږولو په زده کړی
پيل وکړ او په ١٩٥٤ کال کی د
(( پی پا )) د موزيک په برخه
کی نامتو غږونکی ښاغلی لين شه
چينګ د ليو ده های استاد
وګرځيد . په ١٩٥٧ کال کی
نوموړی د ازموينی نه وروسته
د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی
شامل شو .
ښاغلی ليو ده های د پی
پا د غږولو په برخه کی د
پخوانی فن او مهارت پر اساس
د نغمو د محتوياتو سره سم نوی
والی رامنځ ته کړی دی او
په دی اثر غږول شوی نغمی
لا خوږی او ښکلی دی .
له ١٩٧٨ نه نيولی تر ١٩٨١
کاله پوری ښاغلی ليو ده های
د امريکی د بوستون د سمفونی
ارکسترا ،د لويديځ برلين د
سمفونی ارکسترا او نامتوجاپانی
لارښوونکی سيزی وزاوا سره
همکاری وکړه او په ګډه يی
په بيجينګ ، امريکا او
فرانکفورت کی په دښته کی د
کوچنيو خويندو په نامه د پی پا
کنسرتو نندارچيانو ته وړاندی
کړه او د چينی او خارجی
اوريدونکو لخوا يی تود هرکلی
وشو او د چينی او غربی موزيک
د يوځايښت په تاريخ کی يی
ځلانده پاڼه اړولی ده .
اوس ليو ده های د چين د
موسيقی د پوهنځی پروفيسر دی
او د چين د موسيقی پوهانو د
ټولنی د شورا د دايمی غړی او
د هنری کميټې د مرستيال او د
چين د اديبانو اوهنرمندانو د
ګډی کميټې د غړی په توګه
دندی په غاړه لری . هغه په
وار سره څه د پاسه ديرشو
هيوادونو او سيمو ته سفرونه
وکړل او هلته يی ننداری وکړې
او لکچرونه يی ورکړل . په
سمفونی موزيک کی د (( پی پا
)) د ګډون کولو په برخه کی يی
خدمتونه ترسره کړی او د
نړيوال کلتوری تبادلی په ساحه
کی د نوموړی چينی موسيقی الی
د رول لوبولو لپاره يی نوی
وضع پرانستلی ده .
اوس به د ليو ده های
لخوا د پی پا په وسيله
غږوله شوی نغمه واورئ .
اوس به د ليو ده های لخوا
د پی پا په وسيله غږوله
شوی نغمه واورئ .
|