中国国际广播电台
ليو مينګ يوان د وروستي
نيمی پيړۍ راهيسی د چين د
ملی موسيقی الاتو له ډيرو
ممتازو غږونکو څخه شميرل
کيږی او د چين او نړۍ د
موسيقی په
ساحه کی ډير شهرت لری . هغه
د (( بان هو)) ، (( ګاو هو )) ،
((ارهو )) ، ((جونګ هو )) ،
((جينګ هو )) او (( جوی هو )) په
شمول د تاريزو الو په غږولو
کی ډير تکړه دی او په تيره
بيا د (( بان هو )) او ((
جونګ هو )) په تاريزو الو کی
لوی لاس لری .
ليو مينګ يوان په ١٩٣١ کال
کی د چين په شمال کی د تيان
جين په ښار کی وزيږيده او
د ٦ کلنی په وخت کی يی له
خپل پلار څخه د تاريزوألاتو
د غږولو په زده کړی پيل وکړ .
د ١١ کالو په وخت کی هغه د تيان
جين د موسيقی په څو ټولنو کی
شامل شو او د چين د يانځی
سيند په جنوب د (( سی جو
)) په نامه د موزيک ، د
ګوانګ دونګ د سيمه ايز موزيک ،
د بيجينګ د اوپرا او داسی
نورو موزيک څخه يی زده کړه
وکړه . په ١٩٥٧ کال کی د چين
د ځوان هنرمند په حيث د
نړيوالو ځوانانو د خوشحالۍ په
شپزم فيستيوال کی د فلکلوری
موسيقی الاتو د غږولو په
مسابقه کی برخه واخيسته او
طلايی ميدال يی لاس ته راوړ .
ښاغلی ليو مينګ يوان د
(( هو چين )) نه پرته ، د
پيانو په وهلو او غږولو په
برخه کی لوی لاس لری او د مغولی
قوم د موزيک په ساحه کی هم
تکړه دی . دهغه موسيقی اثار
ځانګړی ملی سبک او قوی هنری
جذبه لری . مثلأ د
((خوشحالی )) ، ((نيکمرغه کال
)) ، (( د خه نان نغمه )) ،
(( په دښته کی )) او ((
مالداران )) په ګډون زياتی
خوږی او په زړه پوری نغمی د
هر چا په شويډو زمزمه کيږی
.
ليو مينګ يوان د چين د
تاريزوالاتو د اصلاح او تدريس
په برخو کی ډيری زياتی هلی
ځلی وکړی او لوی
برياليتوبونه يی لاس ته راوړی
دی . په ١٩٨٢ کال کی يی د
چين د موسيقی د پوهنځی د
موسيقی الاتو د څانګی د
پروفيسر په توګه دنده په
غاړه اخيستی او بی شميره
بااستعداده هنری افراد يی
روزلی دی . ښاغلی ليو
مينګ يوان د ١٩٩٦ کال د
فبروری په مياشت کی له دنيا
څخه لاړ .
اوس به د هغه لخوا غږوله
شوی نغمه واورئ .
|