ښاغلی فو چونګ د ١٩٣٤ کال
د مارچ په لسمه نيټه د
چين د شانګهای په
يوه هنری کورنی کی وزيږيده او
پلار يی فو لۍ د چين نامتو
هنری تيوريکی پوه او ژباړن ؤ
. ماشوم فوچونګ يوازی د درو او
څلورو کالو په وخت کی له موزيک
سره علاقه څرګنده کړه او د
اوو نيمی کالو په وخت کی د
پيانو د وهلو په زده کړی پيل
وکړ او د ايتاليا د موسيقی
لارښوونکی او د پيانو وهونکی
ماريو پاسی د هغه استاد ؤ .
ماريو پاسی د ليسټ د شاګرد
زده کوونکی ؤ او ښاغلی فو چونګ
د درو کالو لپاره ورڅخه زده
کړه وکړه . په ١٩٥١ کال کی
نوموړی بيا د پخوانی شوروی
اتحاد تابعيت لرونکی
پيانووهونکی ميرمن اده برونستين
د خپلی استادې په توګه
وپيژند .
په ١٩٥٣ کال کی د
نړيوالو ځوانانو د ښادۍ څلورم
فيستيوال په رومانيه کی
پرانستلو شو او ښاغلی فو چونګ
د يوازنی چينايی هنرمند په
توګه په نوموړی فيستيوال کی
د پيانو د وهلو په مسابقه کی
برخه واخيسته او دريمه جايزه
يی ترلاسه کړه .
د ١٩٥٥کال د مارچ په مياشت
کی د فريديريکر چوپين د پيانو ٥
مه نړيواله مسابقه د پوليند په
مرکز وارسا کی پرځای شوه او
د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه د
راغلو ٧٤ تنو برخه والو
لوبغاړو په جمله کی ښاغلی فو
چونګ يوازنی چينی لوبغاړی ؤ
. د درو پړاؤ د مسابقو نه
وروسته يی دريم لمبر وګاټه
او دا لومړنی ځل و چه د
ختيځی نړۍ نه راغلی لوبغاړی د
چوپين د پيانو په مسابقه کی
جايزه لاس ته راوړه او د
مسابقی په بهير کی د
نندارچيانو او اوريدونکو د
زياتی توجه وړ وګرځيد .
د نوموړی مسابقی نه
وروسته فو چونګ په پوليند کی
پاتی شو او په مداومه توګه يی
پيانو زده کړه . د ١٩٥٨ کال
د دسمبر په مياشت کی فو چونګ
له پوليند څخه ووت او د
مهاجر په توګه يی په لندن کی
هستوګنه درلوده .
د تيری پيړۍ په شپږمی او
اوومی لسيزو کی فو چونګ
تقريبأ دوه زره څلور سوه
ځانګړی هنری کنسرتونه ور کړل
. هغه د مينيوهين او
بارينبويم په شمول د نړی له
مشهورو غوږونکو سره همکاری
وکړه او ٥٠ سی دی يی جوړکړی
دی .
د ١٩٧٦کال نه وروسته غالبأ
هر کال خپل وطن چين ته
بيرته راځی او دلته ننداری
کوی يا لکچرونه ورکوی . دغه
شان يی د چين د مرکزی
فيلهارمونيک ارکسترا او د
موسيقی له مرکزی پوهنځی د
محصلينو د هنری ډلی سره
همکاری وکړه او په ګډه سره
يی د بيتوفين او موزرټ
موزيک چينايی نندارچيانو او
اوريدونکو ته وړاندی کړ .
اوس به د فوچونګ لخوا د
پياو په وسيله غړوله شوی
نامتو نغمه واورئ .
|