中国国际广播电台
سونګ فی د چين د (( ار
هو )) مشهوره غږونکی ده
او د (( لرغونی چين ))، ((
هو چين )) او (( پی پا))
په شمول د ١٣ ډولو تاريزو
الاتو په غږونوکی ډيره تکړه
ده او ورباندی (( د ملی
موزيک د ملکې )) لقب
ايښودل شوی دی .
سونګ فی د اوو کالو په
وخت کی د خپل پلان - د (( ار
هو )) د غږونکی پروفيسر سونګ
ګو شينګ تر تاثيراتو لاندی
د موزيک سره علاقه او مينه
پيدا کړه . په ١٩٨٧ کال کی
د ازموينی له لاری په
بيجينګ کی د چين د موسيقی د
پوهنځی لخوا ومنله شوه او
هلته يی د (( ارهو )) او ((
لرغونی چين )) د غږولو په
زده کړی بوخته وه . په ١٩٩١
کال کی له نوموړی پوهنځی څخه
د فارغيدو نه وروسته د ملی
موزيک په مرکزی ارکسترا کی د
ارهو غږونکی شو او د لوړو
تحصيلاتو لپاره يی په ١٩٩٨ کال
کی د چين د کلتور د وزارت تر
اداری لاندی د څيړونکو
محصلينو د روزلو په کورس کی
د (( ار هو )) او (( لرغونی
چين )) د غږونی زده کړی ته
دوام ورکړ او په ٢٠٠٠کال کی
يی خپله زده کړه پای ته ورسوله
.
په ليسه کی د زده کړی
څخه سونګ فی په مختلفو
اړوندو ملی مسابقو کی ګډون
کړی او مهمی جايزی يی ترلاسه
کړی . دغه راز يي څو څو
ځله په نړيوالو مسابقو کی هم
جايزی وګټلی . د څو کلونو
راهيسی هغی د نړی بيلا بيلو
هيوادونو او سيمو ته سفرونه
کړی او کوی يی ، په تيره
بيا د چين د موسيقی پوهانو
په استازيتوب د امريکی د
کارنيجی په سالون ، د
اطريش د ويانا په لوی طلايی
سالون او داسی نورو مشهورو
ځايونو کی چينی موزيک
اوريدونکو ته وړاندی کړی دی
.
په ١٩٩٩کال کی سونګ
فی د خپل کار هدف او پام
د شاګردانو روزلو ته اړولی
دی . په ٢٠٠٢ کال کی
نوموړی په بيجينګ کی شخصی
هنری کنسرت جوړ کړ او په
هغه کی يی د ارهو ، ګاو هو
، لرغونی چين او پی پا په
شمول د ١٣ ډولو موسيقی الاتو
په وسيله بيلا بيلی په زړه
پوری نغمی غږړلی او د
موسيقی په محافلو کی يی فوق
العاده عکس العملونه راښودلی
او خپل شخصی هنری کنسرت يی
په ډير بريالی ډول پای ته
رسولی و .
اوس به د هغی
لخوا غږوله شوی يوه په زړه
پوری چينی نغمه واورئ .
|