د اقتصاد په باب  حالات

中国国际广播电台

     

په ١٩٤٩ کال کښی دنوی چين د تاسيس  نه راهيسی ، دچين اقتصاد نسبتا چټک انکشاف کړی دی .په تيره  بيا په ١٩٧٨ کال کښی د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ  د تنفيز نه  راهيسی دچين  اقتصاد  هر  کال  په متوسط ډول په سلو کښی په نه سرعت سره په مسلسل او سالم ډول  انکشاف کړی دی .په ٢٠٠٣ کال کښی دچين  د داخلی توليداتو عمومی ارزښت يو زرو څلورو سوو مليارډو ته ورسيد او اقتصادی  عمومی  اندازه  يی دامريکی ، جاپان ، المان ، انګليستان او فرانسی نه وروسته په نړۍ کښی شپږم مقام ونيوه . د ٢٠٠٣ کال ترپايه پوری د هر تن په سر دداخلی توليداتو منځنی عمومی ارزښت  له يو زر امريکايی ډالرو څخه اوښتی و .

         اوس په چين کښی دپانګه اچونی او استهلاکی حالات  ډير  ښه دی .په ٢٠٠٣ کال کښی د چين په ثابتو دارايو کښی د پانګه اچونی رقم پنځه زرو پنځه سوو مليارډو ژن  مين  بی  يونوته او د ټولنی د استهلاکی شيانو د پرچون خرڅلاو عمومی  حجم  څلور زرو شپږ سوو مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيد او د خارجی تجارت اندازه اته سوو پنځوسو مليارډو امريکايی ډالرو ته ورسيده او د امريکی ، المان او جاپان نه وروسته  په نړۍ کښی  څلورم مقام  ونيوه  .د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری  دچين د خارجی اسعارو د ذخيری اندازه  له څلور سوو مليارډو امريکايی  ډالرو څخه واوښتله او دجاپان  نه وروسته يی په نړۍ کښی  دوهم مقام ونيوه .

       د شلو کالو اصلاح او ورخلاصون او عصری ابادۍ نه وروسته په چين کښی  اساسا هغه تحول  تر سره شوی دی کوم چه له پلانيز اقتصاد څخه  د سوسياليزم  بازاری اقتصاد  ته درومی ، د سوسياليزم بازاری اقتصادی سيستم  ګام په ګام ايجاد او بشپړ شوی دی . همداراز دچين  قوانين او قاعدی هم په پر له پسی ډول مکمل شوی او بازارونه خارج ته نور هم خلاص شوی دی ، د پانګه اچونی چاپيريال په پرله پسی  ډول ښه شوی او د پولی نظام  اصلاحاتو  په ثابت ډول  پرمختګ کړی دی ، دغو ټولو دچين د اقتصاد ددوامدار انکشاف دپاره  باوری ضمانت  برابر کړی دی .

     نوی پيړۍ  ته دداخليدو نه وروسته چين  د انسان  او طبيعت ، انسان او ټولنی ، ښارونو او کليو ، دختيځو برخو او لويديځو برخو ، د اقتصاد او ټولنی  د هر اړخيز او هماهنګ انکشاف په باب  نظريه  نوره هم وړاندی کړی ده .  په ٢٠٠٢ کال کښی د چين  د کمونيست  ګوند په شپاړلسم ملی کانګرس  کښی  تر ٢٠٢٠ کاله پوری  د يوی نسبتی شتمنی  ټولنی د هر اړخيزی  ابادۍ په باب مجادلوی هدف  وړاندی  شوی و .