زراعت

中国国际广播电台

      

  چين  يو داسی هيواد دی چه زراعتی نفوس يی مطلق  اکثريت  نيسی ،  دچين په اقتصاد کښی د زراعت مقام ډير مهم  ښکاری .

که څه هم دچين مځکنی مساحت نه مليونو شپږ لکو مربع کيلو مترو ته رسيږی ،خو د کرنی وړ مساحت يوازی او يوازی  يو مليونه دوه لکه مربع کيلو متره دی چه دغه رقم دنړی د کرنی وړ د مساحت په سلوکښی اوه برخه  نيسی او په عمده ډول  په ختيځه برخه کښی  د دښتونو او ځوړ ځايونو په سيمو کښی متمرکز کيږی .دکښتونو د کرلو چاری دچين ډيرمهمه زراعتی توليدی څانګه ده ، دغلودانو عمده کښتونه له شولو، غنمو ، جوارو او لوبيا څخه  عبارت دی  او اقتصادی کښتونه له پومبه و ، مځکنی بادامو  ،شړشمو، ګنيو او چغندرو څخه  عبارت دی .

     دچين د زراعت چټک انکشاف په ١٩٧٨ کال کښی په کليو کښی  د اصلاحاتو نه وروسته  پيل شوی و.د څه د پاسه شلو کالو نه راهيسی د چين په کليو کښی اصلاحاتو د کولکتيفی مالکيت په چوکاټ کښی د عنعنوی نظام يوغ مات کړی  او  د بازاری  اقتصاد تر شرايطو لاندی  يی دکولکتيفی  اقتصاد د تر سره کولو نوی  طريقه او شکل  لټولی  دی . د اصلاحاتو له کبله   بزګرانو ته زياتی  ګټی  رسول شوی  ، د کليو توليدی قوه  ازاده  اوور ته انکشاف شوی دی  ،زراعت  په تيره بيا دغلودانو توليداتو په چټکۍ سره  انکشاف کړی او زراعتی جوړښت په  پر له پسی ډول   ښه شوی دی  چه  په نتيجه کښی دچين په زراعت کښی دليدو وړ موفقيتونه لاس ته  راغلی دی . اوس  په چين کښی دغلودانو، پومبه و، غوښو ، هګو  ، داوبو  پيداوارو او  سبو  توليدی اندازی په نړۍ کښی  لومړۍ مقام نيسی .

 په دی وروستيو کلونو کښی  دچين حکومت تل  په ټولو کارونو کښی د زراعت  انکشاف ته  ستر اهميت ورکړی ،  په پر له پسی ډول يی په کرڼه کښی  لا زياتی پانګی اچولی او د بزګرو عايدات يی لوړ کړی دی څو چه  ګام په ګام  دکليو او ښارونو ترمنځ هماهنګ انکشاف  تر سره شی .