| 
中国国际广播电台
  
 
دچين د صنعت  چټک  انکشاف د
تيری  پيړۍ د پنځمی لسيزی په
ابتدايی موده کښی  پيل شوی و
.په  ١٩٤٩ کال کښی د نوی چين د
تاسيس نه وروسته دچين  صنعت دهر
اړخيزی  اعادی او انکشاف دوری
ته  داخل شوی دی .  په  ١٩٧٨
کال کښی د اصلاح او ورخلاصون نه
مخکښی په چين کښی  په  ابتدايی
توګه نسبتی مکمل صنعتی اقتصادی
سيستم   جوړ شوی و . د نفتو
عنعنوی صنعت ، د نوی را منځ ته
شوی صنعت په توګه کيمياوی صنعت
او الکترونيکی صنعت  نسبتی
انکشاف موندلی دی، د عصری علمی
او تخنيکی  صنعت په توګه  ذروی
صنعت او د فضانوردۍ صنعت ستر 
انکشاف کړی دی . د تيری پيړۍ
داوومی لسيزی د وروستی  دوری نه
راهيسی دچين  صنايعو ډير چټک 
انکشاف کړی دی ، له ١٩٧٩ کال نه
تر ٢٠٠٣ کاله پوری د صنايعو
دزياتوالی ارزښت هر کال  په
متوسط ډول  په سلو کښی په لس 
سرعت سره زيات شوی و .  
 
  د څه د پاسه پنځوسو کالو
دانکشاف له برکته  دچين دعمده و
صنعتی توليداتو توليدی  اندازی په
لس ګونه حتی  څو سوه چنده  سرعت
سره زياتی شوی دی ، څو څو ډوله
توليدات د نړۍ  بيلا بيلو ځايونو
ته پلورل شوی دی . د ١٩٩٦ کال  د
پيل نه راهيسی د فولادو او اوسپڼی
، سکرو ، سمنټو، زراعتی کيمياوی
سرو او تيلويزيونونو توليدی
اندازی  تل  په نړۍ کښی  لومړۍ
مقام  نيولی دی .   
په ٢٠٠٣ کال کښی  په  چين کښی د
صنعتی زياتوالی ارزښت پنځه زرو
دری سوو يو شپيتو مليارډو دوه سوو
مليونو ژن مين  بی  يونو ته ورسيد
چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په
سلو کښی دوولس اعشاريه شپز زيات
شو . اوس  چين   نه يوازی 
اولوتکی، بيړۍ او موټرونه  جوړولی
شی ،  بلکه هم مصنوعی  سپوږمۍ او
عصری صنعتی تجهيزات جوړولی شی .يو
داسی خپلواک صنعتی سيستم جوړ شوی
دی چه  مناسب تخنيکی سويه  لری او
ډولونه يی نسبتا مکمل دی . په
راتلونکی وخت کښی به چين  داسی
ستراتيجی نوره هم  تطبيق کړی کوم
چه د انفارميشين کولو له لاری به
صنعتی  کول پرمخبيول شی ، څو چه 
صنايع دچين د اقتصادی وده په
پرمخبيولو  کښی لا ستر رول ولوبوی
. 
   |