دسوسياليزم  بازاری اقتصادی نظام

中国国际广播电台

 

په ١٩٤٩ کال کښی د نوی چين د تاسيس نه وروسته په مخکنيو ديرشو کلونو کښی  د چين حکومت  تل  پلانيز اقتصادی نظام اجرا کړی او د دولت د اختصاصی سازمانونو له خوا په بيلا بيلو ساحو کښی داقتصادی  انکشاف په باب اهداف  ټاکل  شوی و  .د دغه ډول نظام د تطبيق په نتيجه کښی که څه هم  دچين اقتصاد  کولی شی چه د پلان او هدف له مخی  په ثابت ډول  انکشاف ومومی ، خو هم يی په سخت ډول  د اقتصاد حياتی  قوه او انکشافی  سرعت  تړلی  دی .

  د تيری پيړۍ داوومی لسيزی په پای کښی چين دپلانيز اقتصادی نظام په اصلاحاتو  پيل کړی و . په ١٩٧٨ کال  کښی چين په کليوالی سيمو کښی  د کورنی يونټ سره سم د توليدی ذمه واری سيستم  اجرا کړی و ، په ١٩٨٤ کال کښی داقتصادی نظام اصلاحات له کليو څخه ښارونو ته  اړول شوی وو ، په ١٩٩٢ کال کښی په چين کښی د سوسياليزم د بازاری اقتصادی سيستم دايجاد په باب  اصلاحی جهت ټاکل شوی و .

د ٢٠٠٣ کال  په اکتوبر کښی چين د سوسياليزم د بازاری اقتصادی سيستم د بشپړتيا په باب  اهداف او وظايف نور هم  ښکاره کړی وو .هغوی  په دی ډول دی چه دښارونو او کليو تر منځ د انکشاف ، دسيمه ايز انکشاف ، د اقتصادی او ټولنيز ودی ، د انسان او طبيعت تر منځ دهماهنګ انکشاف  او دداخلی انکشاف  او خارجی ورخلاصون دواحد ترتيب په باب دغوښتنی سره سم  د منابعو په  توزيع  او ترتيبولو کښی د بازارونو لا زيات اساسی رول لوبول کيږی  ،د تصديو حياتی قوت او د سيالۍ  قوت پياوړی کيږی ، داقتصاد د عمومی کنترول او تنظيم سيستم مکمل او اجتماعی اداره  او دعامه خدمت وظيفه بشپړيږی  څو چه د يوی نسبتی شتمنی ټولنی د هر اړخيزی ابادۍ دپاره د نظام په برخه کښی زورور ضمانت برابر شی .عمده  وظايف يی دا دی چه بايد هغه اساسی اقتصاد  نظام  بشپړ کړای شی  کوم چه دولتی مالکيت  د اصلی برخی  په توګه  رول لوبوی او د ډول ډول مالکيتونو  اقتصاد په ګډه سره انکشاف کوی ،  د سمه ايز اقتصاد د هماهنګ  انکشاف ميکانيزم دی را منځ ته کړای ، داقتصاد د عمومی کنترول او تنظيم  سيستم ، اداری سيستم او اقتصادی قانون  نظام دی بشپړ کړای شی  ، د کار ،  د عايداتو  د توزيع او د اجتماعی ضمانت سيستم دی مکمل کړای او داقتصاد او ټولنی د پرمخبيولودپاره د مسلسل  انکشاف سيستم دی  ايجاد کړای شی .

   د ټاکلی پلان له مخی  به تر ٢٠١٠ کاله پوری په چين کښی نسبتی مکمل سوسياليستی  بازاری اقتصادی سيستم جوړ شی ، تر ٢٠٢٠ کاله پوری  نسبتی پوخ سوسياليستی بازاری اقتصادی  سيستم  جوړ شی .