د دولت  اقتصادی او تخنيکی انکشافی سيمی

中国国际广播电台


     

اقتصادی او تخنيکی  انکشافی سيمی خارج ته د چين د ورخلاصون د سيمو  يوه برخه تشکيلوی .د ورخلاصو ښارونو له خوا  په ټاکل شوی يوه نسبتی کوچنی  سيمه کښی  دقوتونو په متمرکز کولو سره مکمل اساسی تاسيسات اباد شوی اود بين المللی معيار په مطابقت د سرمايه ګذاری چاپيريال برابر شوی  او  د خارجی پانګو د راجلبولو او ور څخه د استفادی له لاری  د  لوړو او نويو تخنيکونو دصنعت په  عمده برخه کښی دعصری صنعت جوړښت  جوړ شوی دی او په دغو ښارونو او شا و خوا  سيمو کښی دخارجی اقتصاد او تجارت د انکشاف مهمی سيمی ګرځيدلی دی .

     په  ١٩٨٨ کال کښی ددولتی شورا په منظورۍ په  څوارلسو ورخلاصو ښارونو کښی دا لی ،چينګ هوانګ داو ، تين جينګ ، يی تای ، چينګ داو ،  لی يون ګانګ ، نان  تونګ ، مينګ هانګ ، هونګ چياو ، ځاو حه جينګ ، نين  بو ، فو جو ، ګوانک جو او زان جيانګ  د دولت په درجه اقتصادی او تخنيکی انکشافی سيمو په توګه ټاکل شوی دی .تر اوسه پوری په چين کی ددولت په درجه د اقتصادی او تخنيکی انکشافی سيمو شمير  نه څلويښتو ته ورسيد چه  په دی جمله کی دختيځ چين  په ساحلی سيمه کښی اوه ويشت  او په  منځنيو او لويديځو سيمو کښی دوه ويشت سيمی شاملی وی  .

         ددولت په درجه اقتصادی  او تخنيکی انکشافی سيمی خارج ته دچين د ورخلاصو سيمو  مهمه برخه  تشکيلوی ، له دوی څخه زياتره  د بيلا بيلو ولايتونو،ښارونو او خودمختارو سيمو په  مرکزونو او مهمو ښارونو کښی واقع دی