وارداتی او صادراتی حالات

中国国际广播电台


  

د چين د اقتصاد  د مسلسل او چټک  انکشاف په بهير کښی دخارجی تجارت هم په پر له پسی ډول وده کړی ده . په ١٩٧٨ کال کښی چين د نړی په  تجارت کښی دوه ديرشم مقام ونيوه ، په ١٩٨٩ کال کښی پنځلسم مقام  او په ١٩٩٧کال کښی يی  لسم مقام ونيوه او تر ٢٠٠١ کاله پوری  شپږم مقام ته لوړ شو .  په ٢٠٠١ کال کښی دچين وارداتو او صادراتو عمومی اندازه پنځه سوو نهو مليارډو شپږو سوو پنځوسو مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيده چه دغه رقم د ١٩٧٨ ١٩٨٩ او ١٩٩٧ کال د پنځه ويشت ، پنځه او دوه چندو سره برابر و .په ٢٠٠٢ کال کښی دچين وارداتو او صادراتو عمومی اندازه شپږو سوو شل مليارډو اوو سوو اويا مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيده ، په ٢٠٠٣ کال کښی يی  عمومی اندازه يی اته سوه يو پنځوسو مليارډو دوه سوه مليونو امريکايی ډالرو ته  ورسيده چه دغه رقم  د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی اوه ديرش اعشاريه يو زيات شو چه  په دی جمله کښی  صادراتی او وارداتی اندازه  په  جلا جلا توګه څلورو سوو اته ديرشو مليارډو څلورو سوو مليونو  او څلورو سوو دوولسو مليارډو اتو سوومليونو امريکايی ډالرو ته ورسيده  اوچين د نړۍ په تجارت کښی څلورم مقام  ونيوه .

اوس   دوو سوو شلو هيوادونو او سيمو له چين سره په  تجارتی راکړو ورکړو لاس پوری کړی دی  ، جاپان ،امريکا، اروپايی اتحاد، دهانکانګ خاصه اداری ناحيه ،د جنوب ختيځی اسيا د هيوادونو اتحاد، د کوريا جمهوريت  ،د تايوان  ولايت ، استراليا ، روسيه  او کاناډا  دچين لس لوی تجارتی همکاران  دی .