اسهام  او دهغو نظارت او اداره

中国国际广播电台


       

په ١٩٩٠ او ١٩٩١  کال کښی چين  په جلا جلا توګه  د شانګهای او شين جينګ په ښارونو کی د اسهامو دمعاملاتو مرکزونه  جوړ کړل . پخوا په چين کښی د اسهامو بازار کوچنی و ،خو په وروستيو لسو کلونو کښی دچين  د اسهامو بازار لوی او منظم شوی  دی او   هغه سخت  مزل يی  وهلی دی  کوم چه په  نورو هيوادونوکښی يی  په سل ګونه کاله وخت ونيوه  . نن ورځ  په چين کښی  د څلور زرو مليارډو ژن مين بی يونو  په  اندازه  پانګی ، يو زرو دوه سوه شرکتونه او اويا مليونه تنه  پانګه اچوونکی شته  .

په ١٩٩٨ کال کښی په چين کښی د اسهامو د نظارت او اداری کميټه  جوړه شوه ،دغه کميټه په عمده ډول دچين د اسهامو بازار اداره  کوی  ،  چين د اسهامو د نظارت او اداری واحد سيستم  جوړ کړی ، د مقرراتو له مخی  په مستقيم ډول د اسهامو  نظارت کوونکی سازمانونه اداره  کوی  ،د اسهامودچارو نظارت  او اداره تقويه کوی  او همدا راز  د اسهامو  د معاملاتو د مرکزونو  ، شرکتونو ، داسهامو د سازمانونو او داسی نورو سازمانونو نظارت او اداره پياوړی کوی څو چه په سم ډول انفارميشين  خپور کړی   . دهيوادوالو په وړاندی سهامی  بازار  له ډيرو مهمو پانګه اچوونکو لارو څخه شميرل کيږی . دشانګهای  او شين  جينګ دمعاملاتو مرکزونو  په سهامی بازارونو کی  عمده رول لوبولی دی  ، د اسهامو معاملاتواو  د حساب دشبکی سيستم يی د ټول هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی  خپاره شوی دی ، عمده  تخنيکی وسايل  يی د نړۍ  مترقی  سويی  ته   رسيدلی دی .د ٢٠٠٣ کال  تر پايه پوری   په چين کښی  د هغو شرکتونو شميرچه اسهام يی په بازار کښی خرڅ شوی دی ، د ٢٠٠٢ کال له يو زرو دووسوو څليرويشتو نه يو زرو دوو سوو اوه اتياو ته زيات شوی دی ، د اسهامو د  بازاری نرخونو عمومی ارزښت  يی  څلورو زرو دوو سوو اوه پنځوسو مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .