ټولنيز ضمانت

中国国际广播电台

 

د سپين سرو او سپين ږيرو دعمر بيمه

په دی وروستيو کلونو کښی په چين کښی  د سپين سرو او سپين ږيرو د عمر د بيمی  دخپريدو ساحه  په پر له پسی ډول پراخه شوی ده ، پخوا په عمده ډول په دولتی او کولکتيفی تصديو کښی متمرکزه  وه  او اوس  ډول  ډول تصديو او دولتی تصديو ته پراخه شوی  ده ، د غير دولتی تصديو دکارکوونکو او منسوبينو حقوق او ګتی  هم تضمين شوی دی . د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوری  په ټول هيواد کښی  يو سلو يوولس مليونه دوه لکه نوی زرو  تنو کارکوونکو او منسوبينو او شپږ ديرشو مليونه اتيا زرو  تنو تقاعد شويو پرسونلو  په نوموړی بيمه کی  ګډون کړی دی  . د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری  په ټول  هيواد کښی په بيمه کښی  د ګډون کوونکوکسانو شمير يو سلو څلور پنځوسو مليونو نه لکوتنو ته  ورسيداو د ٢٠٠٢ کا ل په نسبت اوه مليونه  پنځه  لکه ديرش زره  تنه زيات شول چه  په دی  جمله کښی يو سل شپاړس مليونه دری لکه اتيا زره  تنه کارکوونکی او منسوبين  او  اته ديرش مليونه پنځه لکه شل زره  تنه  تقاعد شوی  پرسونل شامل وو .

                                                   روغتيايی   بيمه

اساسی طبی بيمه  د ښارونو ډول ډول صنعتی تصديو ، دولتی ارګانونو او ټولنيزو ډلوته خپره شوی ده  او اوس  دغه  بيمه داجتماعی بيمی له داسی سيستمونو څخه شميرله کيږی چه  چه  په چين کښی  د نورو بيمو په نسبت  د خپريدو ساحه  يی  ډيره پراخه ده .   په ٢٠٠٢ کال کښی  په  چين کښی د طب ،حمايی او د وبايی ناروغيو دوقايی په شمول د صحی  سازمانونو شمير  دوو لکو نه سوو ته  او د بسترو  شمير  يی  دری مليونو دوو لکو لسو زرو ته او د طبی  کارکوونکی شمير څلور مليونو څلور لکو څلويښتوزرو تنو ته ورسيد . د بيجينګ ، شانګهای ، تين جينګ او څونګ چينګ او په نورو  لويو ښارونو کښی  د تومور ،سترګو ، غاښونو ، چينی طب او ساری مرض په شمول ډول ډول اختصاصی او ډول ډول عمومی روغتونونه  شته . د بيلا بيلو ولايتونو او خودمختاروسيمو په منځنی درجه  ښارونو کښی عصری تاسيسات  لرونکی  عمومی  روغتونونه  او يا اختصاصی روغتونونه شته .اوس دولسوالی ، علاقه دارۍ  او کليو په درجه د طبی  وقايی  او ساتنی شبکه په ګڼ شمير کليو کښی مناسب  بنسټ  لری . د هيواد په ټولو ولسواليو کښی   څه د پاسه  دوه زره روغتونونه او په  علاقه داريوکښی  اته څلويښت  زره کلينيکونه  شته .

   د ٢٠٠٣ کاله  تر پايه پوری په  چين کښی  يوسلو اته مليونو نه لکو پنځوسو زرو تنو په طبی بيمه کښی ګډون  وکړ چه په دی جمله کښی  نه اويا مليونه اوه لکه اويا زره تنه کارکوونکی او منسوبين  او نه ويشت مليونه يو لکه اتيا زره تنه تقاعد شوی  پرسونل  شامل وو .

                                                               د بيکارۍ  بيمه

چين  زيات نفوس  لری ، نو ځکه  د استخدام   فشار يی   لوی  دی .د کارپه برخه کښی  د تضاد د کموالی دپاره د ١٩٩٣ کال  له پيل نه دچين حکومت  د کاری خدمت په باب بازاری سياست تطبيق کړی اودخلکو دپاره د کار لا زيات فرصتونه يی برابر  کړی دی  ، په تيره بيا له دولتی تصديو څخه دکارګرو  او کارکوونکو د اضافه  بست کيدو د هغه  حالت په مقابل کښی چه په دی  وروستيو کلونو کښی د صنعتی جوړښت دتنظيم له کبله  را منځ ته شو ی دی ،  دچين حکومت د بيااستخدام په باب پلان هم تطبيق کړی دی .د ٢٠٠٢ کال ترپايه پوری دټول  هيواد په ښارونو کښی دکارکوونکو  شمير دوو سوو اوه څلويښتو مليونو اتو  لکو تنو ته ورسيد ،د ١٩٩٨ کال  د پيل نه راهيسی هغو  اتلسو  مليونو کارکوونکو او منسوبينو چه  له دولتی تصديو څخه اضافه  بست شوی دی ، ځانته  کارونه بيا  را پيدا کړی دی ،  د ٢٠٠٢ کال په پای کښی  په ښارونو کښی د بيکاری  د ثبتولو  ميزان  په سلو کښی  څلور و . په دولتی ارګانونو کښی د  بيکاری د بيمی په باب د سيستم دتطبيق  له  کبله    بشری  قوه  تر معقولی استفادی لاندی  راغلی ده  او د واحدی بشری قوی د ترتيبولو بازار  را منځ ته شوی دی.د ٢٠٠٣کال  تر پايه پوری  په ټول هيواد کښی  يو سلو دری  مليونو اوه لکو ديرشو تنو دبيکارۍ  په  بيمه کښی ګډون کړی دی  .دچين په ټولو ښارونو او ولسواليو کښی دخلکو د ژوند  د اساسی  اړتياوو د ضمانت   په باب  سيستم  تاسيس  شوی دی . دچين حکومت په  ٢٠٠٣ کال کښی  هغو  دوه ويشت مليونه دری لکه پنځوس زره تنه ښاری اوسيدونکو ته چه د فقير او نيستی سره مخامخ و ،مرستی ور کړی دی  .